لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب : عملياتو کې دشپږو جنګيالو دوژلو دعوه


 په عين حال کې دپنجاب سرښار لاهور کې هم داستخباراتي معلوماتو په اساس ترسره شوو عملياتو کې درې تندلاري نيول شوي دي.
په عين حال کې دپنجاب سرښار لاهور کې هم داستخباراتي معلوماتو په اساس ترسره شوو عملياتو کې درې تندلاري نيول شوي دي.

دپاکستان پنجاب صوبه کې دپوليسو دترهه ګرۍ دمخنيوي محکمې لخوا شوو عملياتو کې شپږ جنګيالي وژل شوي دي.

دپوليسو وينا ده دغه عمليات داوکاړه ضلعې سره نزدې کلي چک 28/2 کې دجنګيالو دموجودګۍ په خبر ترسره شويدي.

دوژل شوو جنګيالو دپيژندګلو په اړه په سرکاري توګه معلومات نه دي ورکړل شوي خو دسيمه ييزې ميډيا ترمخه دوژل شوو تندلارو تعلق القاعده سره و او ديو لويې بريد منصوبه بندي يې کوله، دغو عملياتو کې پوليسو په دروند مقدار کې وسله هم لاسته راوړې ده.

دپنجاب بيلا بيلو سيمو کې دتيرې څه مودې راهسې داستخباراتي معلوماتو په اساس دغسې عملياتو کې دګڼو جنګيالو دوژلو دعوې شوي دي.

په عين حال کې دپنجاب سرښار لاهور کې هم داستخباراتي معلوماتو په اساس ترسره شوو عملياتو کې درې تندلاري نيول شوي دي.

پنجاب کې دغه عمليات په داسې حال کې ترسره شوي چې دپاکستان دپوځ له لوري اوسنو مياشتو کې داسې بيانونه مخې ته راغلي چې قبايلي سيمو کې دترهه ګرو په ضد دعملياتو څخه وروستو به دهيواد ښاري سيمو کې هم دپټو جنګيالو او دهغوي دپلويانو په ضد عمليات کولى شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG