لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوباما وايي مونږ دومره ويشلي نه يو څومره چې ښکارو


 دپوليس عسکرو دامروزه سخت کار دحوالې ورکولو په ترڅ کې ولسمشر اوباما وويل هغوي” دمينې او درناوي حقدار دي نه چې دنفرت“
دپوليس عسکرو دامروزه سخت کار دحوالې ورکولو په ترڅ کې ولسمشر اوباما وويل هغوي” دمينې او درناوي حقدار دي نه چې دنفرت“

دامريکا ولسمشر براک اوبااما ويلي دمايوسۍ ردولو ته اړتيا ده او امريکا دومره ويشلې نه ده څومره چې په ظاهره ښکاري

دپوليس عسکرو دامروزه سخت کار دحوالې ورکولو په ترڅ کې ولسمشر اوباما وويل هغوي دمينې او درناوي حقدار دي نه چې دنفرت

اوباما دغه څرګندونې ډيلاس کې دوژل شوو پينځوؤ پوليس عسکرو په ياده کې راجوړې شوې دستورې ته دوينا په مهال کړې ده.

دغه دستوره دډيلاس په مورټن ميرسن سمفني سينټر کې راجوړه شوې وه چې پکې دوژل شوو پينځوو پوليس عسکرو په ياده کې دهغوي چوکۍ خالي پريښودل شوې وې.

هغه وويل تير وخت کې هيواد کې دنسلي امتياز معامله پيښه وه خو دامريکايي قام په حيث مونږ په دې معامله زيات پرمختګ ترلاسه کړى، هغه وويل دحقيقتونو پټولو نه بلکې دستونزو هوارولو ضرورت دى

تيره اوونۍ يو تورپوستي په پوليس عسکرو ډزې کړې وې چې له امله يې پينځه پوليس وژل شوي وؤ.

داوباما ترڅنګ دغه دستوره کې مرستيال ولسمشر جوبايډن او پخواني امريکايي ولسمشر جارج ډبليو بش هم ګډون کړى.

هغه وويل دقانون دپځايې کوونکو عسکرو او هاغو اقليتونو چې هغوي يې خدمت کوي ترمينځ داړيکو ښه کولو ته اړتيا ده.

هغه وويل " زه پوهيږم چې امريکايان څه محسوسوي، خو زه ډيلاس کې ددې ويلو لپاره موجود يم چې مونږ مايوسي ردوؤ"

هغه په قام زور راوړو چې دنسلي اړيکو دموجوده وضعيت لړ کې دې ايماندارۍ سره په ډاګه خبره وکړل شي.

دهغه وينا وه حالانکې داوسنو کلونو په مهال امريکا کې نسلي اړيکې په ډرامايي توګه ښې شوي خو " مونږ ته معلومه ده چې دتعصب معامله موجوده ده، مونم په دې پوهيږو"

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG