لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار، عملياتو کې دداعش ١٣ جنګيالي وژل شوي


ددفاعي چارواکو وينا ده چې ديوې خفيه اطلاع په اساس جنګي الوتکو دافغانستان په کوټ اولسوالۍ کې دداعش په يوه ځاله بريد کړى چې پکې په دروند مقدار کې وسله هم تباه شوې او پينځه جنګيالي ژوبل شوي هم دي.
ددفاعي چارواکو وينا ده چې ديوې خفيه اطلاع په اساس جنګي الوتکو دافغانستان په کوټ اولسوالۍ کې دداعش په يوه ځاله بريد کړى چې پکې په دروند مقدار کې وسله هم تباه شوې او پينځه جنګيالي ژوبل شوي هم دي.

دافغانستان په ختيځ ولايت ننګرهار کې دافغان او بهرنو ځواکونو لخوا ترسره شوؤ عملياتو کې دتندروه ډلې داعش يو کمانډر دخپلو نورو ١٣و ملګرو سره وژل شوى دى.

ددفاعي چارواکو وينا ده چې ديوې خفيه اطلاع په اساس جنګي الوتکو دافغانستان په کوټ اولسوالۍ کې دداعش په يوه ځاله بريد کړى چې پکې په دروند مقدار کې وسله هم تباه شوې او پينځه جنګيالي ژوبل شوي هم دي.

خو دننګرهار دوالي وياند عطاء الله خوږياڼى بيا وايي وژل شوو کې ٩ وسله وال طالبان هم شامل دي چې ځينې پکې پاکستانيان دي.

دسرچينو ترمخه عملياتو کې دداعش دوژل شوي کمانډر پيژندګلو دميراجان په نوم سره شوې ده.

بل لوري ته دپاکستان دانګريزۍ ژبو ورځپاڼو ډان اؤ ايکسپريس ټريبيون دچارواکو له خُلې پخپلو راپورنو کې ويلي چې دخالي په ورځ دافغانستان په ننګرهار ولايت کې ترسره شوي دډرون يو بريد کې دپيښور په ارمي پبلک سکول دحملې مرکزي منصوبه جوړونکى عمر منصور دڅلورو نورو ملګرو سره وژل شوى دى.

راپورونه وايي چې عمر منصور داچين اولسوالۍ په بنډار سيمه کې وژل شوى.

ورځپاڼه ډان ليکي چې عمر منصور دقاري سيف الله په نوم ديو بل تندروه کمانډر سره دغه ډرون بريد کې وژل شوى.

دچارواکو وينا ده منصور دنورو دريوو ملګرو سره دکمانډر ملنګ سره ليدنې لپاره ورغلى و چې دډرون بريد کې په نخښه کړى شو.

عمر منصور چې په اورنګزيب هم شهرت لري دګيدړ په نوم دتندروه ډلې غړى دى او دغه ډله دپيښور په ارمي پبلک سکول، باچاخان پوهنتون او دپيښور په هوايي اډه بريدونو کې ککړه بللى شي.

له دې وړاندې هم دافغانستان په بيلا بيلو برخو کې دافغان ځواکونو لخوا دداعش په ضد عمليات ترسره شوي چې پکې دافغان ځواکونو لخوا دلسګونو داعش دجنګيالو دوژل کيدو دعوې شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG