لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د حقاني شبکې په ضد دې کوټلي عمليات وشي، جان مکېن


جان مکېن د ګل په ورځ کابل کې افغان چارواکو سره ليدلي دي .
جان مکېن د ګل په ورځ کابل کې افغان چارواکو سره ليدلي دي .

د امريکا د سينيټ د وسله والو خدمتونو د کمېټۍ (ارمډسروسزکمېټۍ) مشر سينيټر جان مکېن ويلي پاکستاني چارواکو سره يې په ليدنو کې د ترهګرۍ د مخنيوي په اړه اوږدې خبرې شوي دي او په دغو خبرو کې يې په دې ټينګار کړی چې پاکستان له د حقاني شبکې په ضد کوټلي ګامونه اخستل پکار دي .

مکېن ويلي " د ترهګرۍ په ضد روانه جګړه کې د افغانستان نه علاوه د پاکستان هم مهم رول دی او د هغې له سببه پاکستان د امريکا دپاره مهم دی " .

جان مکېن د ګل په ورځ کابل کې افغان چارواکو سره ليدلي دي . په دغه ليدنه کې د داعش، ترهګرۍ، سيمي او دوه اړخيزه اړيکو په اړه تفصيلي خبرې اترې شوي دي .

د ليدنې وروستو د افغانستان د ملي امنيت مشر محمدحنيف اتمر ويلي جان مکېن افغان چارواکو ته پاکستاني چارواکو سره د ليدني څخه خبر کړي دي .

وروستو مطبوعاتو سره خبرو کې اتمر وويل " جان مکېن ورسره خبرو د دې ملاتړ کړی او باور يې ورکړی دی چې د امريکې ۹۸۰۰ عسکر په افغانستان کې موجودګۍ ته اړتيا لري، او په هغې کې دې کمي ونه کړی شي ، ځکه چې د دغسې کېدو سره به د ترهګرۍ په ضد جګړه باندې بدې اغېزې وشي " .

مکېن ويلي ' د امريکايي عسکرو په بشپړ ډول وتل به د افغانستان په ثبات منفي اغېزې وکړي، داعش او القاعده بيا پياوړې کېدی شي او چرته داسې نه چې دلته هم د عراق په رنګ حالات جوړ شي " .

حنيف اتمر ويلي د امريکايي سينيټرانو پلاوی د وارسا په غونډه کې د ګډون په اړه د افغانستان د تيارو او پاليسۍ نه خبر کړی شوی دی .

د امريکايي څلور کسيزه سينيټرانو پلاوي د کابل د سفر وړاندې پاکستان ته راغلي او د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکوسره يې ليدلي وو .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG