لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب کې د امريکې قونصلګرۍ سره نزدې ځانمرګی بريد شوی


په کال ۲۰۰۴م کې د القاعده سره اړونده وسله والو په قونصلګرۍ د لاسي بمونو بريد کړی ؤ bia
په کال ۲۰۰۴م کې د القاعده سره اړونده وسله والو په قونصلګرۍ د لاسي بمونو بريد کړی ؤ bia

د سعودي عرب د رسنيو ترمخه د ګل په ورځ د ملک په لويديځ ښار جده کې د امريکې د قونصلګرۍ سره نزدې يو ځانمرګي ځان الوزولی دی .

د سعودي عرب سرکاري ټيلي ويژن او سبق ويب پاڼې ويلي بريد کوؤنکي خپل ګاډی د قونصلګرۍ نه بل اړخ ته په سړک ودرولی او بيا يې ځان ته چاؤدنه ورکړې ده ،چاؤدنه کې هغه په خپله وژل شوی او دوه ساتونکي ژوبل شوي دي .

په سمدستي ډول پېښه کې د نورو ژوبلو خبر مخې ته نه دی راغلی .

په کال ۲۰۰۴م کې د القاعده سره اړونده وسله والو په قونصلګرۍ د لاسي بمونو بريد کړی ؤ او د سعودي عرب د ځواکونو سره يې نښته شوې وه .

په دغه بريد کې د قونصلګرۍ پينځه کارکوؤنکي وژل شوي وو ، خو په دوې کې کوم امريکايي نه ؤ شامل .

سعودي عرب کې په وروستيو کالونو کې د تشدد پېښو کې سېوا والی راغلی او په ځانګړې ډول د ملک په شيعه ابادۍ والا علاقه کې يو شمېر وژونکې پېښې رامنځته شوي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG