لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات کې ددريوو ترهه ګرو دوژلو دعوه


 دپوليسو مشر( ډي پي  او) سليم مروت په دغه اړه ميډيا سره خبرو کې ويلي تيره شپه  تندلارو دپوليسو په يو ګاډي بريد کړى چې له امله يې درې پوليس عسکر ژوبل شوي  وو.
 دپوليسو مشر( ډي پي  او) سليم مروت په دغه اړه ميډيا سره خبرو کې ويلي تيره شپه  تندلارو دپوليسو په يو ګاډي بريد کړى چې له امله يې درې پوليس عسکر ژوبل شوي  وو.

پوليس وايي دخيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې ديوې نښتې په مهال درې ترهه ګر وژل شوي دي.

ددغه بريد پړه دپاکستاني طالبانو يو وياند محمد خراساني په غاړه اخستې ده.

دپوليسو مشر( ډي پي او) سليم مروت په دغه اړه ميډيا سره خبرو کې ويلي تيره شپه تندلارو دپوليسو په يو ګاډي بريد کړى چې له امله يې درې پوليس عسکر ژوبل شوي وو.

هغه وويل پوليسو ددغه بريد څخه وروستو ټوله سيمه پخپله ولکه کې واخسته او دلټونې عمليات يې پيل کړل او په دغه مهال دپوليسو او ترهه ګرو ترمينځ نښته کې درې جنګيالي ووژل شول.

ددريواړو تندلارو مړي دکبل هسپتال ته وړل شوي دي.

بريد کې ژوبل شوي عسکر دعلاج لپاره نزدې روغتون ته وړل شوي چې پکې ددوو حالت سخت ښودل کيږي.

دژوبل شوو عسکرو پيژندګلو داى ايس ايي رفيع الله، سپاهي جهانګير او سپاهي اياز په نومونو سره شوې ده.

دتيرې څه مودې راهسې دخيبرپښتونخوا په سوات ، بونير او خواوشا سيمو کې په پوليسو او دطالبانو دمخالفو امن لښکرو په غړو ترهه ګريزو بريدونو کې اضافه راغلې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG