لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پرمختګ دقبايلي سيمو امن پسې تړلى دى،ګورنرجهګړا


 ديو سرکاري بيان ترمخه دپيښور په ګورنر هاوس کې يوې دستورې ته دوينا په مهال ګورنر وويل قبايلي اولس دهيواد دامن او ثبات لپاره زياتې قربانۍ ورکړي دي.
ديو سرکاري بيان ترمخه دپيښور په ګورنر هاوس کې يوې دستورې ته دوينا په مهال ګورنر وويل قبايلي اولس دهيواد دامن او ثبات لپاره زياتې قربانۍ ورکړي دي.

دپاکستان دخيبرپښتونخوا ايالت ګورنر اقبال ظفر جهګړا دټول پاکستان بيارغونه او پرمختګ دقبايلي سيمو امن پسې تړلى دى.

ديو سرکاري بيان ترمخه دپيښور په ګورنر هاوس کې يوې دستورې ته دوينا په مهال ګورنر وويل قبايلي اولس دهيواد دامن او ثبات لپاره زياتې قربانۍ ورکړي دي.

جهګړا وويل تر دې چې قبايل دخپلو کورونو په پريښودو هم مجبور شوي او حکومت ته دهغوي دتکليفونو احساس شته چې دازالې لپاره يې کوټلي ګامونه اخستل کيږي.

دا مهال چې دقبايلي سيمواولس دکومو لويو ستونزوسره مخ دى په هغې کې دپاکستان مرکزي عدالتي نظام پورې نه رسد، دايف سي ار په نوم قبايلو لپاره دځانګړي قانون شتون،دتعليمي ادارو کمى،پوځي عملياتو کې دړنګوشوو کورونو او بازارونو بيا جوړول او بې روزګاري شامل دي.

ګورنر دعوه وکړه چې قبايلي سيمو کې دکډوالو په درناوي سره دستنيدو ،ودانو او سړکونو دبيا جوړولو په منصوبو عمل روان دى او دې لړ کې به دوسيلو کمى دمخې خنډ جوړنه شي.

دهغه وينا وه هڅه کوي چې دپرمختګ منصوبې په وخت پاې ته ورسولى شي ترڅو دقبايلو دمحرومۍ احساس ختم شي او هغوي په ملي چوکاټ کې راوستل شي ترڅو هغوي په ملي پرمختګ کې خپل کردار ادا کړل شي.

له دې وړاندې دکال ٢٠١٤م دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان کې دضرب عضب په نوم دعملياتو دپيل کيدو له امله بې کوره شوو خلکو خپلو کورونو ته دستنيدو لپاره دخيبرپښتونخوا په بيلا بيلو سيمو کې احتجاجونه کړي دي.

دغه قبايل غوښتنه کوي چې پوځ دشمالي وزيرستان دکومو٩٠ فيصدو برخو څخه دترهه ګرو دله مينځه وړلو دعوې کوي هلته دې ورته دستنيدو اجازه ورکړل شي.

خو حکومت بيا وايي دقبايلو خپلو سيمو ته دستنيدو عمل په تدريجي توګه روان دى او دسږکال تر اخره به ټول قبايل خپلو سيمو ته ستانه شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG