چارواکي وایي د ترکي پلازمینه استنبول کې د نهې په ورځ د پولیسو په یو ګاډي شوې بمي چاودنه کې ۱۱ کسان وژل شوي دي.
د ګورنر وسیپ سهین د وینا تر مخه دغه چاودنه د استنبول په ویزني جیلر سیمه کې شوې چې پکې ۳۶ کسان ژوبل شوي هم دي.
ګورنر ویلي وژل شوؤ کې ۷ پولیس عسکر اؤ څلور اولسي وګړي شامل دي.
د سیمه ایزې میډیا ترمخه د استنبول پوهنتون د ودانۍ ترڅنګ د ګڼې ګوڼې یو چوک کې د ترهګرۍ ښکار شوي دغه بس کې د بیړني وضعیت څخه د ژغورنې پولیس عسکر سواره وؤ.
د سرکاري خبري ادارې اناطولو وینا ده د پيښې ځایې ته ګڼ شمیر کې ایمبولینسونه لیږل شوي دي.
همدغه راز د خبري ادارې ډوګن ترمخه بم د سړک په غاړه په ولاړ یو ګاډي کې دننه ایښودل شوي و اؤ کله چې دپولیسو ګاډی د سیمې څخه تیریدو نو په دغه مهال یوه چاودنه وشوه.
د عیني شاهدانو له قوله ویل شوي چې دچاودنې له امله د پولیسو ګاډی واوختو اؤ نزدې ودانو ته هم زیان رسیدلی .
تر دې مهاله ددغه چاودنې پړه چا په غاړه نه ده اخستې