لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سندي ياغي ‌‌‌‌‌‌ډلې په چېنايي انجنير دحملې پړه منلې


د چاؤدنې د ځاې نه يو پمفلټ (پرچي) ترلاسه شوې چې پرې په سندهۍ ژبه کې ليکل شوي د سندهـ په وسايلو د پردۍ قبضه نه منو .
د چاؤدنې د ځاې نه يو پمفلټ (پرچي) ترلاسه شوې چې پرې په سندهۍ ژبه کې ليکل شوي د سندهـ په وسايلو د پردۍ قبضه نه منو .

د سندهـ صوبې سر ښار کراچۍ کې په یو چینايي انجینیر د سندهې ډلې له خوا د خپل نوعیت په وړمبۍ حمله کې چینیاي شهري او د هغه محافظ زخمي شوي دي.

د حملې ذمه واري د وړاندې نه یو غیر معروف تنظیم "سندهو دېش ريولوشنري ارمي" په خپله غاړه اخیستې ده.

که څه هم ددې نه وړاندې په پاکستان کې په چینیائي مامورینو حملې په بلوچستان او په قبایلي سیمو کې شوي دي، د کومې سندهې ډلې له خوا دا د خپل قسم وړمبۍ حمله ده. بلوچستان کې ځېنې ډلې د چین د لویو منصوبو مخالفت کوي.

د کراچۍ ښار د ملير ضلعې پوليس مشر اېس اېس پي راؤانوار په ګلشن حديد سيمه کې ګاډي باندې د شوې بمي چاؤدنې په اړه ويلي د سړک په غاړه بم اېښودی شوی او د ريموټ د لارې ډزول شوی دی .

د ګلشن حديد پوليس تهاڼې يو افسر سب انسپکټر منظور وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې وويل چاؤدنه په نيشنل هايي وی د ګلشن حديد سيمې د قائداعظم پارک سره نزدې شوې ده . چينايي اينجينير د خپل ساتونکي او ډرائيور سره په ګاډي کې روان ؤ او د چاؤدني ښکار شوي دي .

" چاؤدنه کې ډرائيور معمولي ژوبل شوی چينايي اينجينير او ساتونکی يې روغ پاتې شوي دي " .

پوليس افسر وويل چينايي اينجينير يوه شخصي کمپنۍ کې کار کوي هلته روان ؤ او چاؤدنه پرې شوې ده .

د چاؤدنې د ځاې نه يو پمفلټ (پرچي) ترلاسه شوې چې پرې په سندهۍ ژبه کې ليکل شوي د سندهـ په وسايلو پردۍ قبضه نه منو . په پمفلټ د "سندهو دېش ريولوشنري ارمي" نوم ليکل شوی دی .

د پوليس افسر راؤانوار په وينا دغه ډله له دې وړاندې د رېل په پټړۍ چاؤدنو کې ککړه پاتې شوې خو دوه کاله وړاندې يې په ضد عمليات شوي ولې دا بيا فعاله شوې او په ضد به يې ګامونه پورته کولی شي .

دا وخت په سندهـ صوبه او کراچې کې ګڼ شمېر چينايان د توانايۍ او نورو پروژو ترڅنګ د پاکستان او چين اقتصادي راهدارۍ سره اړونده کارونو کې بوخت دي .

پاکستاني چارواکو ويلي د چينايي وګړو او کارمندانو دپاره يې د امنيت ځانګړي ګامونه پورته کړي دي . او په ورستیو کې د پاکستان پوځ په هیواد کې د چینیايي سرمایه کارۍ او د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ د تحفظ دپاره خصوصي دسته هم تیاره کړې ده.

خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبې د اقتصادي لارې په اړه وايي چې نقشه يي بدله کړی شوي ده چې پنجاب صوبې ته ترې په خصوصي توگه گټه ورکړی شي او وايي په موجوده شکل کې د منصوبې مخالفت کوي. خو مرکزي حکومت وايي د راهدارۍ په لار کې هیڅ بدولون نه دی شوی.

راپورونه وايي د سندهـ لاقانونه ګرځول شوې ډلې د چين او پاکستان اقتصادي راهدارۍ په ضد ۲۵م مئي باندې د احتجاج اعلان کړی ؤ .

بل لور ته راپورونه وايي د تحريک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې د چاؤدنې زمه واري قبوله کړې او وئيلي يي دي دا چاؤدنه يې د حکومت په ضد د رعد نومې عملياتو برخه ده .

د اتوار په ورځ د ملير ضلعې د پوليس مشر راؤانوار ويلي ؤ د لانډهي سيمې په ګلش بونېر علاقه کې يې د لټون د عملياتو په مهال مقابله شوې او درې ترهګر پکې وژل شوي وو .

د پوليس افسر په وينا د وژل شوؤ وسله والو تعلق د القاعده برصغير څانګې سره ؤ او دوې د يوې امنيتې ادارې په مشر د بريد پلان لرلو .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG