لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام: د کډوالو کېمپ باندې فضايي بريد کې ۳۰ کسان وژل شوي


د شام په حالاتو نظر لرونکي د برطانيې تنظيم (سيريئن ابزروېټري فار هيومن رائټس) وئيلي د وژل شوؤ شمېره ۲۸ ده او ښځې او ماشومان پکې هم شامل دي .
د شام په حالاتو نظر لرونکي د برطانيې تنظيم (سيريئن ابزروېټري فار هيومن رائټس) وئيلي د وژل شوؤ شمېره ۲۸ ده او ښځې او ماشومان پکې هم شامل دي .

په شام کې د مخالفه ډلو سياست مدارو وئيلي روس او شام د حلب تر ښاره پورې د اوربند غځولو پخلی کړی ولې د هغې نه څو ساعته پس د شامي حکومت يا روس جنګي الوتکو په يو کډوال کېمپ بمباري کړې ده .

بمباري د ترکي پولې سره نزدې علاقې، کومه چې په يو وخت کې د شام تجارتي مرکز ؤ ، د هغې نه ۳۰ کلوميټر لرې د کډوالو په کېمپ شوې ده .

په شمالي شام کې د ادلب صوبې د سرمدې علاقې سره نزدې کمونه کېمپ باندې شوې بمبارۍ کې لږ ترلږه ۳۰ کسان وژل شوي او په درځنونو نور ژوبل شوي دي . دا خبره ځايي رابطه کمېټۍ ( اېل سي سي) کړې ده کومه چې د اسد مخالفه فعالينو يوه شبکه ده .

د شام په حالاتو نظر لرونکي د برطانيې تنظيم (سيريئن ابزروېټري فار هيومن رائټس) وئيلي د وژل شوؤ شمېره ۲۸ ده او ښځې او ماشومان پکې هم شامل دي . ولې تنظيم خبرداری ورکړی په وژنو کې اضافه کېدی شي .

فعالينو وئيلي په کېمپ دوه ميزائيلې داغل شوي دي .

اېل سي سي د ټولنيزو اړيکو په ويب پاڼو عکسونه خپاره کړي او تباه شوې خېمه پکې ليدل کيږي .

د صدر باراک اوباما وياند جوش ارنسټ د کډوالو په اړه وئيلي، " دا خلک ډېر د مشکلاتو سره مخ دي د دوې په ضد پوځي عمليات کول هېڅ جواز نه لري" .

د امريکې د خارجه محکمې يو چارواکي وئيلي په دغه لړ کې نور معلومات رايوځاې کوي او وياند مارک ټونر وئيلي " په دغو راپورونو او هغو الزامونو مو نظر دی چې دا کار حکومت کړی دی " .

وياند وئيلي " مونږ دغه راپورونه ګورو چې او نور معلوماترلاسه کوؤ چې په اصل کې شوي څه دي، ولې په شام کې په عامو خلکو باندې کېدونکې داسې بريدونه هيڅ جواز نه لري . مونږ څو ځله دا خبره کړې ده، د بده مرغه تېره اونۍ يا د هغې نه وړاندې په خصوصي توګه په دې حالاتو کې چې د کډوالو په کېمپ بريد وشو دا په شام کې په بدحال کې ګېرو خلکو باندې حمله وه " .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG