لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 بغداد: د مقتدی الصدر پلويان د پارلمان په ودانۍ ورختلي


مظاهره چيانو د شپې په زرغونه سيمه کې خيمې لګولي چرته چې د حکومتي وزيرانو کورونه، د پارلمان ودانۍ او د امريکا په ګډون د بهرنو ملکونو سفارتخانې هم دي .
مظاهره چيانو د شپې په زرغونه سيمه کې خيمې لګولي چرته چې د حکومتي وزيرانو کورونه، د پارلمان ودانۍ او د امريکا په ګډون د بهرنو ملکونو سفارتخانې هم دي .

عراق کې د شيعه عالم مقتدی الصدر په سلګونو پلويان مظاهره چيان د حکومت د ولقې لاندې زرغونې سيمې ته رسېدلي او په پارلمان ورختلي دي . او د شپې يې د پارلمان سره نزدې کېمپونه جوړ کړي دي .

د عراق وزيراعظم حېدرالعبادي د خالي په ورځ وئيلي زه خپل اولس ته باور ورکوم چې د بغداد حالت د امنيتي ځواکونو په قابو کې دي او نوموړي په مظاهره چيانو غږ کړی دی چې په پُرامنه ډول احتجاج ختم کړي او ودانۍ پرېږدي .

مظاهره چيانو د شپې په زرغونه سيمه کې خيمې لګولي چرته چې د حکومتي وزيرانو کورونه، د پارلمان ودانۍ او د امريکا په ګډون د بهرنو ملکونو سفارتخانې هم دي .

د ملګرو ملتونو او لويديځ سفارتکارو وئيلي د خالي د ورځې نه په خپلو کورونو کې ګېر دي .

عربي رسنيو راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو او څو بهرنو سفارتخانو نه يې کارکوؤنکي بهر کړي دي ولې وايس اف امريکا د دې خبر پخلی نه شي کولی .

واشنګټن پوسټ راپور ورکړی چې د پارلمان څو غړي چې په زرغونه سيمه کې اوسيږي پټ شوي دي او ځينو ملک پرېښودی دی .

امريکايي سفارتخانې د خالي په ورځ دغه راپورونه رد کړي دي چې سفارتخانه خالي کړی شوې او عراقي چارواکو دوې ته پناه ورکړې ده .

د مقتدی الصدر پلويان د زرغونې سيمې نه بهر د يوې مياشتې راهسې احتجاج کوي . دوې په عبادي فشار اچوي چې يوه مياشت وړاندې د اصلاحاتو په حواله کړې ژمنې پوره کړي .

په دغو اصلاحاتو کې د سياسي وزيرانو لرې کول او د هغوې په ځاې غېر سياسي ټيکنوکريټ په ځاې کول شامل دي .

الصدر يوه ورځ وړاندې په ټيلي ويژن وينا کې خبرداری ورکړی ؤ چې پاڅون به يې د فساد (کرپټ) حکومت خاتمه کوي .

عراقي ځواکونو په مظاهره چيانو اوښکې بهيوؤنکی ګېس ويشتی دی چې زرغونې سيمې ته داخل نه شي ولې ځواکونه ناکامه شوي دي .

د عراق د پوځ وياند بريګيډئير جنرال سعدمان وئيلي د مظاهره چيانو زرغونې سيمې ته د اوړېدو نه پس په بغداد کې ايمرجنسي لګولې ده .

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG