لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوي امريکايي ځواکونه به شام کې څه کوي؟


دپينټاګان پريس سکتر پيټر کُک خبريالانو سره خبرو کې ويلي دي هغوي به سيمه ييزو جنګيالو سره ليدنه کوي او هاغو شاميانو ته به مهارت ورکوي چې دتندروه ډلې داعش مقابلې لپاره چمتو وي.
دپينټاګان پريس سکتر پيټر کُک خبريالانو سره خبرو کې ويلي دي هغوي به سيمه ييزو جنګيالو سره ليدنه کوي او هاغو شاميانو ته به مهارت ورکوي چې دتندروه ډلې داعش مقابلې لپاره چمتو وي.

دامريکا ددفاع محکمې پينټاګان ويلي دي راتلونکو ورځو کې شام ته تلونکي ٢٥٠ امريکايي ځانګړي عسکر به دوړاندې څخه دموجود ځواک قوت کې اضافه کوي.

دپينټاګان پريس سکتر پيټر کُک خبريالانو سره خبرو کې ويلي دي هغوي به سيمه ييزو جنګيالو سره ليدنه کوي او هاغو شاميانو ته به مهارت ورکوي چې دتندروه ډلې داعش مقابلې لپاره چمتو وي.

دامريکا صدر براک اوباما دګل په ورځ اعلان کړى و نوي پوځيان به شام کې دوړاندې څخه موجودو ٥٠ امريکايي عسکرو سره يوځايې کيږي او سيمه ييزو جنګيالو ته به مشورې ورکوي.

دغه نوي ځواکونه به هاغو هڅو کې اضافه کوي چې دوړاندې څخه روانې دي، هغوي به نيغ په نيغه جګړه کې برخه نه اخلي، هغوي به وړانديي محاذ له نه ځي

ددفاع وزير ايش کارټر تيره اوونۍ اعلان کړى وامريکا دداعش څخه دموصل ښار دقبضې بيرته اخستو لپاره د٢٠٠ اضافي عسکرو ترڅنګ داپاچي اټيک چورلکې او نور پوځي سازوسامان ليږي.

پيټر کُک وويل فکر کووم مونږ دداسې سازوسامان شامي ځواکونو ته دورکولو خبره نه کوو

هغه وويل امريکايي ځانګړي ځواکونه به سيمه ييزو جنګيالو ته دفضائي عملياتو له لارې دمرستې ورکولو پشان هلو ځلو کې برخه اخلي.

کُک وويل امريکايي ځواکونه به عرب شامي جنګيالو سره تماسونه نيسي ، دهغه په قول دداعش په مرکز رقه دبيا قبضې کولو لپاره دغسې کول مهم دي.

دځينو څيړونکو وينا ده شامي کردانو شمالي شام کې دداعش په ضد مهم پرمختګ کړى خو هغوي دعرب ابادۍ ښار دننه جګړه کې لږه خوښي لري.

پينټاګان دا نه ده په ډاګه کړې چې دامريکا ځانګړي ځواکونه به شام کې چرته شتون لري او پيټر کُک دا انديښنې رد کړي چې شام کې فعاله روسي پوځيان امريکائي ځواکونه په نخښه کولى شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG