لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل راحيل د بډو رشوتونو په تور ١١ پوځي افسران لرې کړي


 دميډيا راپورونه وائي چې دجنرل راحيل لخوا ګوښه کړل شوؤ پوځي افسرانو کې پينځه بريګيډئيران، درې کرنلان، دوه جنرالان اؤ يو ميجر شامل دي.
دميډيا راپورونه وائي چې دجنرل راحيل لخوا ګوښه کړل شوؤ پوځي افسرانو کې پينځه بريګيډئيران، درې کرنلان، دوه جنرالان اؤ يو ميجر شامل دي.

عسکري سرچينې وائي دزيارت په ورځ دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دبدعنوانۍ په تورونو١١ پوځي افسران دخپلو عهدو څخه ګوښه کړي دي.

دميډيا راپورونه وائي چې دجنرل راحيل لخوا ګوښه کړل شوؤ پوځي افسرانو کې پينځه بريګيډئيران، درې کرنلان، دوه جنرالان اؤ يو ميجر شامل دي.

دغه پوځي افسران په داسې حال کې ګوښه کړل شوي چې دوه ورځې دمخه دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف پخپل يو بيان کې وئيلي وؤ دپاکستان ديووالي، سلامتۍ اؤ خوشحالۍ لپاره دټولو احتساب ضروري دى اؤ زياته کړې يې وه چې دترهه ګرۍ په ضد جګړه دبدعنوانۍ دجرړو تر ويستلو نۀ شي ګټل کيدى.

دپاکستاني پوځ مشر دا هم وئيلي وؤ چې وسله وال پوځونه به دبدعنوانۍ دخاتمې لپاره دکيدونکو ټولوهڅو ملاتړ کوي.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دپوځي افسرانو دخپلو عهدو څخه دګوښه کولو دغه ګام په داسې حال کې اخستى چې دهغه ريټائر کيدو ته يواځې اووۀ مياشتې پاتې دي

څيړونکي وائي دپوځ دسرلښکر له لوري دخپلې ادارې ددغو لوړپوړو پوځي افسرانو دخپلې عهدې څخه په داسې حال کې لرې کول چې پاناما دستاويزاتو کې دوزيراعظم دبچو نومونه راغلي حکومت ته په باالواسطه توګه دا پيغام ورکول دي چې هيواد کې دې دبدعنوانۍ په ضدکلک ګامونه واخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG