لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش ته به ماتې ورکول وي، اېش کارټر


د منځني ختيځ په خپل سفر کې به اېش کارټر د سعودي عرب پلازمينه رياض کې د خليج مرستندويه کونسل او دفاعي چارواکو سره هم ويني .
د منځني ختيځ په خپل سفر کې به اېش کارټر د سعودي عرب پلازمينه رياض کې د خليج مرستندويه کونسل او دفاعي چارواکو سره هم ويني .

د امريکې د دفاع وزير اېش کارټر وئيلي تُندروه ډله داعش د کېنسر مرض په رنګ ده او دغه ډله به په عراق او شام کې تباه کول وي ځکه چې هم د دغه ځاې نه يې سر راپورته کړی دی .

نوموړي دغه خبره د متحده عرب اماراتو د سفر په مهال کړې ده . د کارټر د دغې دورې مقصد دا دی چې خليج هېوادونه دې د عراق مرستې وکړي ځکه چې هغه (عراق) د اعش په ضد مبارزه کوي .

اېش کارټر وئيلي " ضرورت د دې خبرې دی چې هلته يو مضبوط ځواک موجود وي چې د داعش د ماتې ورکولو نه پس په ځاې شي او تُندلارې بيرته راولاړ نه شي " .

کارټر د الدهفرا هوايي اډې ته ورغلی او هلته ورته امريکايي پوځي چارواکو او سفارتکارو احوال تېر کړی دی . د امريکا په مشرۍ اتحاد دغه اډه د داعش په ضد د هوايي عملياتو دپاره کاروي ، او د دغه ځاې نه انټيلي جنس او څارنې مشن هم کيږي .

د منځني ختيځ په خپل سفر کې به اېش کارټر د سعودي عرب پلازمينه رياض کې د خليج مرستندويه کونسل او دفاعي چارواکو سره هم ويني .

د امريکې صدر باراک اوباما به په رياض کې کارټر سره يو ځاې شي . او وئيل کيږي چې صدر اوباما به د خليج غړو هېوادونو ته په وينا کې د هغوي نه وغواړي چې د داعش په ضد جګړه کې د عراق تباه شوي ځايونه بيا جوړ کړي .

اېش کارټر وئيلي " دا نړيواله هڅه ده او ډېر هېوادونه کولی شي چې د بيا جوړونې په دې کار کې برخه واخلي" .

د دفاع وزير اراده لري چې د خليج د همکارۍ د شورا (جي سي سي) د مشرانو سره وويني چې څنګه کېدی شي چې د داعش په ضد جګړه لا موثره شي . هغه وئيلي " مونږ د داعش په ضد عمليات نور تېزؤ " .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG