لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشمالي کوريا لخوا دبيلسټک ميزائيل دکاميابې تجربې دعوه

 دسرکاري خبري ادارې کوريئن سنټرل نيوزايجنسۍ ترمخه دخالي په ورځ دشمالي کوريا مشر کم جونګ ددغه تجربې پخپله څارنه کړې اؤ ددې تجربې سره به دامريکا په ضد دجوهري حملې کولو په اړه ددغه هيواد توان ته وده ترلاسه کيږي.

شمالي کوريا وائي دبراعظمونو په کچه يې دبيلسټک ميزائيل لپاره دتيار کړل شوي يو انجن کاميابه تجربه کړې ده.

دسرکاري خبري ادارې کوريئن سنټرل نيوزايجنسۍ ترمخه دخالي په ورځ دشمالي کوريا مشر کم جونګ ددغه تجربې پخپله څارنه کړې اؤ ددې تجربې سره به دامريکا په ضد دجوهري حملې کولو په اړه ددغه هيواد توان ته وده ترلاسه کيږي.

له دې وړاندې پيانګ يانګ څو ځله په امريکا اؤ جنوبي کوريا دجوهري حملې دړکه کړې.

دخالي په ورځ ترسره شوې دغه تجربه که چرې کاميابه وه نو دا به دشمالي کوريا دجوهري پروګرام لپاره يو لويې پرمختګ وي.

شمالي کوريا دسږکال دپيل څخه دوسلو ګڼې تجربې کړي اؤ دملګرو ملتونو دامنيتي شورا لخوا دلګول شوؤ بنديزونو په ردعمل کې يې بيلسټک ميزائيلونه دتجربې په ډول داغلي دي.

دجنوبي کوريا اؤ امريکا مبصرين ميزائيلو اؤ جوهري پروګرامونو کې دتنيکي پرمختګ په اړه دشمالي کوريا په دعوؤ دشکونو څرګندونه کوي.

تيره مياشت دشمالي کوريا مشر کم جونګ دجوهري وسلو استعمالولو لپاره پوځ ته دتيار اوسيدو غږ کړى ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG