لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لاهور کې جماعت الدعوه ډلې خپل عدالت جوړ کړی


جماعت الدعوه ډله امريکې ترهګر ډله ګرځولې ده . ولې دغه ډله ادعا کوي چې په پاکستان کې د افتونو په وخت د خلکو مرستې او د خېرښېګړې کارونه کوي .
جماعت الدعوه ډله امريکې ترهګر ډله ګرځولې ده . ولې دغه ډله ادعا کوي چې په پاکستان کې د افتونو په وخت د خلکو مرستې او د خېرښېګړې کارونه کوي .

د پاکستان پنجاب صوبې په سر ښار لاهور کې مذهبي ډلې جماعت الدعوه د ثالثۍ يا منځګړي د کردار ادا کولو دپاره د " دارالقضا" په نوم د عدالت جوړولو پخلی کړی دی .

جماعت الدعوه ډله امريکې ترهګر ډله ګرځولې ده . ولې دغه ډله ادعا کوي چې په پاکستان کې د افتونو په وخت د خلکو مرستې او د خېرښېګړې کارونه کوي .

د جماعت الدعوه ډلې د " شرعي" عدالت جوړولو د خبر مخې ته راتلو نه پس څيړونکي وايي د ملک په نظام انصاف کې د داسې عدالتونو هيڅ ځاې نشته .

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې " ډان" په خپل يو راپور کې د جماعت الدعوه ډلې د عدالت جوړولو خبر خپور کړی دی .

ورځپاڼې په خپل خبر کې وئيلي، د لاهور په چوبرجي سيمه کې د جماعت الدعوه په مرکز جامعه قدسيه کې دغه عدالت ته که چرته څوک خپل شکايت يوسي نو د عدالت لخوا په بل کس پسې سمن لېږلی شي او هغه راغوښتی کيږي او د نه حاضرېدو په صورت کې ورته د هغه په ضد د شرعي قانون لاندې د سختې کارروايۍ خبرداری ورکړی کيږي .

د جماعت الدعوه وياند يحيی مجاهد وايس اف امريکا ته په لېږلي يو بيان کې وئيلي دغه ډله د ملک په عدالتي نظام مکمل يقين ساتي او د هغي ثبوت دا دی چې ډله يې په خپله پاکستاني عدالتونو ته ځي او انصاف ترې غواړي .

بيان کې وئيل شوي چې " د جماعت الدعوه د جوړ ثالثي کونسل مقصد د علما کرامو په لارښودنه کې د فريقېنو په خوښه د کتاب او سنت په رڼا کې د ثالثۍ يا منځګړي کردار ادا کول دي" .

دجماعت الدعوه وياند وئيلي " ځينې خلک دا په غلط رنګ کې وړاندې کوي هغه وئيلي دا خبره په ډاګه ده چې ثالثي کونسل متبادل يا بل عدالت نه دی او نه مونږ کوم سمن جاري کوؤ او نه د ثالثۍ فيس اخستل کيږي" .

مجاهد د جماعت الدعوه د عدالت دفاع کړې او وئيلي يي دي چې پنجاب کې د کليو مشران هم په جرګو کې دغه ډول فېصلي او روغې جوړې کوي . خو په دې کې يواځينی توپير دا دی چې دلته ثالثي کونسل په سختۍ سره اسلامي قانون مني .

ترجمان وئيلي دا هم په ډاګه کړې چې دغه رنګ يو ثالثي کونسل يې د ملک په اقتصادي مرکز کراچۍ کې هم کار کوي .

د امريکا او ملګرو ملتونو د چارواکو ترمخه جماعت الدعوه د لشکر طيبه سره اړونده ډله ده په چا باندې چې په کال په ۲۰۰۸م کې د هند په ممبۍ ښار کې د ترهګر بريد کولو تور دی په دغه بريد کې ۱۶۶ کسان وژل شوي وو .

هند په لشکر طيبه تور لګوي چې د هند د ولقې لاندې کشمير کې هم ترهګر بريدونه کوي .

جماعت الدعوه ځان د خېرښېګړې ډله ګرځوي او وايي چې په پاکستان کې خېراتي اسلامي مدرسې او هسپتالونه چلوي او د خلکو مرستې کوي .

امريکا په کال ۲۰۱۲م کې د جماعت الدعوه د مشر حافظ سعيد د نيولو د خبر ورکولو په سر لس ملينه ډالره انعام اېښودی ؤ ، حافظ سعيد لشکرطيبه جوړه کړې او تر هغې يې د دغه ډلې مشري کوله چې څو پورې پاکستان دغه ډله کالعدم نه وه ګرځولې .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG