لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف وائي په ترهه ګرو به ځمکه تنګه کړو


 وزيراعظم وويل چې په قانون نافذونکو ادارو يې واضحه کړې ده چې ترهه ګر اؤ دهغوي ټول مرسته کوونکي دې خپل انجام ته ورسوي.
وزيراعظم وويل چې په قانون نافذونکو ادارو يې واضحه کړې ده چې ترهه ګر اؤ دهغوي ټول مرسته کوونکي دې خپل انجام ته ورسوي.

دپنجاب صوبې سرښار لاهور کې دخونړي ځانمرګي بريد ترسره کيدو څخه وروستو دپاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف دګل په شپه قام ته په ټيلي ويژن خپل خطاب کې وئيلي دي چې دهغه حکومت دتندلاريتوب په ضد کارروايۍ دوامداره ساتلي دي اؤ دپاکستان ځمکه به دترهه ګرو لپاره تنګه کړل شي.

وزيراعظم وويل چې په قانون نافذونکو ادارو يې واضحه کړې ده چې ترهه ګر اؤ دهغوي ټول مرسته کوونکي دې خپل انجام ته ورسوي.

تيره ورځ لاهور کې ترسره شوي ځانمرګي بريد کې لږ ترلږه ٧٢ کسان وژل شوي اؤ د٣٠٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي وؤ.

دپاکستاني طالبانو جماعت الاحرار ډلې دلاهور دځانمرګي بريد ذمه واري په غاړه اخستې اؤدپاکستان واکمن ګوند مسلم ليګ(ن) ته يې دړکه کړې چې چرته هم وغواړي دغه رقم حملې ترسره کولى شي.

نوازشريف وويل چې دلاهور په سانحه دټول قام زړۀ زخمي دى، دهغه په قول ترهه ګر دخپل انفراسټرکچر اؤ پټنځائيونو څخه دمحروميدو وروستو دتعليمي ادارو، سيلګرۍ دمرکزونو اؤ اولسي مقاماتو پشان اسان هدفونو په نخښه کولو سره دقام اراده کمزورې کول غواړي.

هغه وويل چې دلاهور دحملې څخه وروستو دخپلې ژمنې دتازه کولو لپاره قام ته وينا کوي اؤ اولس ته باور ورکوي چې دهغه حکومت دترهه ګرو مقابله جاري ساتلې اؤ هغوي به دوباره سر راپورته کولو ته پرينږدي.

نوازشريف وويل چې جون کال ٢٠١٣م کې اقتدار ته درسيدو څخه وروستو دهغه حکومت دامنيت دټينګښت لپاره ګڼ مهم ګامونه اخستي اؤ دترهه ګرۍ دجرړو ويستو لپاره دهغه مشن جاري دى.

پخپله وينا کې نوازشريف په تيرو حکومتونو نيوکه وکړه اؤ وې وئيل چې تيرو ١٣ؤ کلونو کې چا هم دترهه ګرۍ دمقابلې لپاره ګامونه نۀ دي اخستي.

هغه وويل دترهه ګرۍ اؤ سازشونو باوجود پاکستان پرله پسې مخ په وړاندې روان دى اؤ دقام اراده کې کمزوري نۀ ده راغلې.

په ياده دې وي چې دپنجاب دپخواني ګورنر سلمان تاثير دوژونکي ممتاز قادري پلويان تيره ورځ داسلام اباد پارليمنټ هاؤس پورې رسيدلي اؤ دغلته په زرګونو کسانو اوس هم داسلام اباد په ريډزون کې احتجاج دوامداره ساتلى دى.

پخپله وينا کې نوازشريف وويل چې دخدائى اؤ رسول په نوم به لاقانونيت اؤ ګډوډى قبول نۀ کړي اؤ دې لړ کې دې دحکومت اؤ قانون نافذونکو ادارو نرمي کمزوري ونۀ ګڼل شي.

وزيراعظم وويل اسلام دامن، ورورولۍ اؤ مينې دين دى اؤ ديو انسان قتل يې دټول انسانيت قتل ګرځولى دى.

داتوار په ورځ دممتاز قادري پلويانو اسلام اباد کې پوليسو سره نښتې کړي اؤ ګډوډى يې رامينځته کړى ؤ اؤ ددغو مظاهرينو په نۀ خورولو پاکستان کې په حکومت اؤ امنيتي ځواکونو نيوکې شوي دي.

پخپله وينا کې نوازشريف وويل چې داولس دځان ومال تحفظ دحکومت ذمه واري ده پارونکي، دنفرتونو خورونکي، فرقه واريت ته هوا ورکوونکي اؤ داولس ژوند په سختۍ کې اچونکي به ضرور دقانون منګولو ته راکش کولى شي.

نوازشريف وويل چې دترهه ګرۍ اوسنى بهير يو نړيوال چيلنج دى چې انقره، استنبول ، پيرس اؤ برسلزيې هم په نخښه کړي.

نوازشريف يوځل بيا دعوه وکړه چې شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دروانو عملياتو ضرب عضب په نتيجه کې دترهه ګرو ملا ماته شوې اؤ دهغه حکومت اؤ امنيتي ادارې به هغوي دوباره سر پورته کولو ته نۀ پريږدي.

نوازشريف دلاهور دحملې دغمځپلو کورنو سره ديو والي څرګندونه وکړه اؤ وې وئيل چې دپنجاب حکومت ته يې زخميانو ته دهررقم ممکنه طبي مرستې دورکولو امر کړى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG