لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبرسلز چاؤدنو پلټنې جاري،کيري به اروپائي مشرانو سره ليدنه کوي


 په داسې حال کې چې ټاکل شوې ده جان کيري دجمعې په ورځ برسلز ته رسيږي بيلجئين چارواکو دبرسلز دچاؤدنو پلټنې دوامداره ساتلي دي.
په داسې حال کې چې ټاکل شوې ده جان کيري دجمعې په ورځ برسلز ته رسيږي بيلجئين چارواکو دبرسلز دچاؤدنو پلټنې دوامداره ساتلي دي.

دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري به دجمعې په ورځ برسلز کې داروپائي اتحاديې مشرانو سره ليدنې کوي اؤ دنهې په ورځ دبرسلز په هوائي اډه دترسره شوؤ بمي چاؤدنو په اړه به ورسره دغمرازۍ څرګندونه کوي.

په داسې حال کې چې ټاکل شوې ده جان کيري دجمعې په ورځ برسلز ته رسيږي بيلجئين چارواکو دبرسلز دچاؤدنو پلټنې دوامداره ساتلي دي.

په عين حال کې دبيلجئيم پوليسو پلازمينه برسلز کې شپږ کسان نيولي دي.

دغه کسان په شاربيک سيمه کې نيول شوي خو دنيول شوؤ کسانو پيژندګلو نۀ ده په ډاګه کړل شوې اؤ دا هم نۀ ده په ډاګه چې دهغوي تعلق دنهې په ورځ دترسره شوؤ بريدونو سره دى که نه.

برسلز کې دترسره شوؤ ترهه ګريزو بريدونو څخه وروستو ټوله اروپا کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.

بل لوري ته دزيارت په ورځ فرانس کې پوليسو دپيرس ترڅنګ ارجينټوائي کې دترهه ګرۍ دمخنيوي يوه کارروايۍ کې يو شکمن تندلارى نيولى ، چاچې دحملې کولو منصوبه جوړوله.

دفرانس داخله وزير برنارډ کزينيؤ وئيلي دي چې کوم شکمن تندلارى چې نيول شوى هغه دبهرني نسل دى اؤ دخپلې حملې منصوبه کې يې تر ډيره وړاندې تياري کړې وه ، خو دنهې په ورځ برسلز يا تيرکال دپيرس بريدونو سره ددغه تن هيڅ تعلق نشته.

برسلز کې دنهې په ورځ ترسره شوؤ ځانمرګي بريدونو کې ٣١ کسان وژل شوي اؤ ٣٠٠ نور ژوبل شوي وؤ، ددغو بريدونو ذمه واري تندروه ډلې داعش په غاړه اخستې وه.

چارواکي وائي دبريدونو څخه وروستو ميټروسټيشن پرانستل شوى اؤ هوائي اډه به هم دګل دورځې څخه بيا پرانستل کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG