لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرپښتونخوا: وسله والو دائي ايس ائي پخوانى سيمه ييزمشر اؤ دوه عسکر وژلي


 پوليس وائي چې عبداللطيف دحيات اباد په فيز٧ کې خپلو رشته دارانو سره ليدنې لپاره تللى ؤ چې لاره کې پرې وسله والو ډزې وکړې اؤ په نتيجه کې يې هغه په موقع ساه ورکړه، دبريد څخه وروستو وسله وال تيښته کې بريالي شوي دي.
پوليس وائي چې عبداللطيف دحيات اباد په فيز٧ کې خپلو رشته دارانو سره ليدنې لپاره تللى ؤ چې لاره کې پرې وسله والو ډزې وکړې اؤ په نتيجه کې يې هغه په موقع ساه ورکړه، دبريد څخه وروستو وسله وال تيښته کې بريالي شوي دي.

دنهې په ورځ دپاکستان دخيبرپښتونخوا په سرښار پيښور اؤ ډيره اسماعيل خان سيمه کې وسله والو دپاکستان دخفيه ادارې ائي ايس ائي پخوانى سيمه ييز ډائريکټر اؤ دوه پوليس عسکر وژلي دي.

دپاکستان پوځ اؤ حکومت دعوه لرله چې شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دضرب عضب عملياتو اؤ کال ٢٠١٤م کې دپيښور په ارمي پبلک سکول دحملې څخه وروستو دترهه ګرۍ دقومي تګلارې دجوړولو وروستو دټول هيواد امنيتي وضعه کې ښه والى راغلى اؤ دترهه ګرو ملا يې ماته کړې خو دسږکال دپيل کيدو څخه راپديخوا ټول پاکستان اؤ په ځانګړې توګه خيبرپښتونخوا کې ترهه ګريزو حملو کې يوځل بيا اضافه راغلې ده چې پکې دچارسدې په باچا خان يونيورسټۍ ترهه ګريزه، دشبقدر چاؤدنه اؤ پيښور کې دسرکاري ملازمانو په بس ترسره شوې چاؤدنه شامل دي

دترهه ګرۍ ددغو پيښو څخه وروستو دامن په اړه په حکومتي دعوؤ داپوزيشن لخوا نيوکې روانې دي اؤ وائي حکومت دايکشن پلان په ټولو ٢٠ؤ واړو نکتو مکمل عمل درامد کې ناکامه شوى اؤ په ځانګړې توګه پنجاب صوبه کې يې دتندروه ډلو په هلو ځلو سترګې پټې کړي.

خودنوازشريف حکومت بيا دريځ لري چې ټول هيواد کې دترهه ګرو په ضد دايکشن پلان لاندې پرته له کوم امتياز څخه کارروايۍ روانې دي اؤ دترهه ګرۍ دجرړو ويستو لپاره ژمن دى.

پوليس وائي چې عبداللطيف دحيات اباد په فيز٧ کې خپلو رشته دارانو سره ليدنې لپاره تللى ؤ چې لاره کې پرې وسله والو ډزې وکړې اؤ په نتيجه کې يې هغه په موقع ساه ورکړه، دبريد څخه وروستو وسله وال تيښته کې بريالي شوي دي.

دتاتاره پوليسو دتاڼې مشر(ايس ايچ او) عابد افريدي په دغه اړه وئيلي دي چې لطيف ٦١ کلن ؤ اؤ درې کله دمخه دائي ايس ائي دسيمه ييز ډائريکټر په توګه مستعفي شوى ؤ.

هغه وويل چې دخپل کرئير په مهال هغه په مختلفو عهدو پاتې شوى ؤ چې پکې د١٩٩٠ء په لسيزه کې افغانستان کې دپاکستان سفارت خانه کې دلمړي سيکرټري چوکۍ هم شامله ده.

عابد افريدي وويل چې هغه دپيښور دتهکال سيمې اوسيدونکى ؤ خو حيات اباد کې خپلو رشته دارانو لپاره تللو چې په دغه مهال په موټر سائيکل ناستو وسله والو په هغه ډزې وکړې اؤ درشته دارانو دکور څخه بهر يې ووژلو.

ايس پي کينټ کاشف ذوالفقار دپاکستان دانګريزۍ ژبې ورځپاڼې ايکسپريس ټريبون ته وئيلي دي چې عبداللطيف دافغانستان ديو پوهنتون مشر ټاکل شوى ؤ اؤ راتلونکو څو ورځو کې به هغه خپله دغه عهده سمبالوله، دهغه په قول دغه پيښه هدفي وژنه ښکاري.

بل لوري ته دخيبرپښتونخوا جنوبي ضلع ډيره اسماعيل خان کې هم وسله والو دوه پوليس عسکر وژلي دي.

دپوليسو وينا ده چې په موټر سائيکل سوارۀ دغه دواړه عسکر دډيوټۍ ادا کولو لپاره روان وؤ چې وسله والو پرې ډزې وکړې، دژوبل کيدو وروستو دواړه عسکر دعلاج لپاره يو سيمه ييز روغتون ته ورسول شول چرته چې هغوي ساه ورکړه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG