لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شرمېن عبېدچنائی يو بل آسکر اېوارډ وګټلو


شرمين عبېد له دې وړاندې د تېزابو د حملو ښکار ښځو باندې د "سېونګ فېس" په نوم فلم جوړ کړی او په کال ۲۰۱۲م کې يې په دغه فلم آسکر ګټلی ؤ .
شرمين عبېد له دې وړاندې د تېزابو د حملو ښکار ښځو باندې د "سېونګ فېس" په نوم فلم جوړ کړی او په کال ۲۰۱۲م کې يې په دغه فلم آسکر ګټلی ؤ .

پاکستانۍ فلمسازې شرمېن عبېد چنائی د غېرت په نوم د ښځو د وژنو په موضوع خپل جوړ کړي لنډ فلم " ای ګرل ان دا ريور" دپاره آسکر جائزه ترلاسه کړه ، د شرمين د آسکر جائزې ګټلو دا دويم ځل دی چې اکېډمي اېوارډ ترلاسه کوي .

د ۸۸ م آسکر اېوارډ دستوره د امريکې په لاس اېنجلس ښار کې راجوړه شوې وه چې پاکستانۍ فلم سازې پکې هم جائزه وګټله .

شرمين د جائزې اخستو په مهال وويل "د پاکستان وزيراعظم وئيلي چې د غېرت په نوم د ښځو وژنو د مخنيوي دپاره به په قانون کې بدلون کوي ، هغې وويل فلم کې دا زور دی ".

شرمين عبېد چنائی له دې وړاندې د تېزابو د حملو ښکار ښځو باندې د "سېونګ فېس" په نوم فلم جوړ کړی او په کال ۲۰۱۲م کې يې په دغه فلم آسکر ګټلی ؤ .

د شرمين تازه فلم چې آسکر ورته پرې مېلاؤ شو دا د غېرت په نوم وژنو په موضوع جوړ دی ، او د دې فلم " دا ګرل ان دا ريور" (پرائس فار ګيونس) مقابله د څلورو نورو فلمونو سره وه .

د شرمين دغه فلم د يوې جينۍ په ژوند جوړ شوی چې جينۍ په خپله خوښه واده کړی او پلار يې په دغه وجه جينۍ په مخ باندې په ډز وولي او درياب ته ورغوځوي خو دغه جينۍ روغه پاتې شي .

تېره اوونۍ د شرمين د فلم د ليدو دپاره په وزيراعظم هاؤس کې يوه دستوره راجوړه شوې وه ، او هغې دستورې ته په وينا کې شرمين د اسلام حواله ورکړې چې اسلام په ښځو د تشدد په حق کې نه دی او د غېرت په نوم ښځه وژلو کې هيڅ غېرت نشته .

د شرمين د فلم آسکر دپاره نومول کېدو نه پس د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د هغې سره ليدلي او وئيلي يي ؤ چې د غېرت په نوم وژنه يو سنګين جرم دی او هغه به په ملک کې د دغه ناوړه کار د مخنيوي دپاره هر ممکن ګام اخلي .

پاکستان کې هر کال په لويه شمېره کې ښځې د غېرت په نوم باندې وژل کيږي، او که څه هم په دغې اړه کره شمېره نه ده معلومه خو د غېرسرکاري تنظيمونو د شمېرې ترمخه پاکستان کې هر کال نزدې ۱۰۰۰ ښځې د غېرت په نوم وژل کيږي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG