لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکائي جنرال وائي افغانستان کې امنيتي وضعه په خرابيدو ده

 ليفټننټ جنرل جان مک نکلسن دزيارت په ورځ دسينيټ دوسله والو پوځونو قائمه کميټۍ ته وئيلي دي دداعش اؤ القاعده پشان ترهه ګريزې ډلې افغانستان ته اوس هم ديوې مائلونکې ځالې په توګه ګوري، هغه خبردارى ورکړو چې امريکا ته به نور جارحانه انداز خپلول وي.

افغانستان کښې دامريکائي اؤ نيټو ځواکونو نومول شوي امريکائي جنرال خبردارى ورکړى دى چې دافغان ځواکونو له لوري دمړانې دهڅې باوجود دغه هيواد کې امنيتي وضعه په خرابيدو ده.

ليفټننټ جنرل جان مک نکلسن دزيارت په ورځ دسينيټ دوسله والو پوځونو قائمه کميټۍ ته وئيلي دي دداعش اؤ القاعده پشان ترهه ګريزې ډلې افغانستان ته اوس هم ديوې مائلونکې ځالې په توګه ګوري، هغه خبردارى ورکړو چې امريکا ته به نور جارحانه انداز خپلول وي.

نکلسن وويل هغوي ګوري چې ترهه ګريزې ډلې افغانستان ته دورداخليدو هڅې کوي اؤ پوښتنه يې راولاړه کړې چې ايا هغوي ددې دمخنيوي لپاره هم ددغه کچې دترهه ګرۍ دمخنيوي توان لري.

امريکائي پوځ اؤ استخباراتي چارواکي افغانستان کې په ځانګړې توګه دتندروه ډلې داعش په پراختيا انديښنه لري، طالبان هم يوځل بيا ديوې خطرې په توګه سرراپورته کوي ، هغوي تيرکال تر څه وخته دافغانستان په شمالي ښار کندوز اؤ ددې ترڅنګ دهلمند ولايت په ځينو اولسواليو يې هم قبضه کړې وه.

نکلسن قانون سازانو ته باور ورکړو چې امريکا به په ارام نۀ کښيني.

هغه وويل ضرورت ددې خبرې دى چې مونږ قندهار دطالبانو لاسونو ته دپرې ښودو څخه وژغورو اؤ زياته يې کړه هغه به ضرور دطالبانو لخوا په ولايتي مرکز دبيا قبضې دمخنيوي لپاره دامريکائي عسکري قوت دکارولو وړانديز کوي.

دقانون سازانو له لوري دپخلي څخه وروستو به نکلسن افغانستان کې دامريکا اؤ نيټو دپوځونو دکمانډر په توګه دجنرل جان کيمببيل څخه دعهدې مشري سمبالوي، څوک چې په متوقع توګه ريټائر کيدونکى دى.

امريکا موجوده وخت کې افغانستان کې دترهه ګرۍ دمخنيوي اؤ افغان پوځ دتربيې اؤ مشورې لپاره 9800 عسکر لري خو هيله کيږي چې دغه شميره به دکال تر اخرې پورې 5,500 پاتې شوي چې په دې قانون سازان پريشان ښائي.

دسينيټ دوسله والو پوځونو دکميټې چئيرمين جان مکين وئيلي دي هغه باور کوي چې هغوي بحران صورتحال کې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG