د پاکستان وزيراعظم نوازشريف منظوري ورکړې چې پلازمينه اسلام اباد کې دې ۱۲۲ تعليمي ادارې پېښور کې په ارمي پبلک سکول باندې ترهګر بريد کې د وژل شوؤ ماشومانو په نوم کړی شي .
پېښور کې تېرکال په ۱۶م دسمبر د پوځ د انتظام لاندې (ارمي پبلک سکول) سکول باندې وسله وال بريد شوی ؤ چې په نتيجه کې يې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي او زياتره پکې ماشومان وو .
پېښور کې په سکول باندې د ترهګر بريد د پېښې صبا د شورو په ورځ يو کال پوره کيږي .
د وزيراعظم نوازشريف د دفتر لخوا په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې د اسلام اباد د سکولونو او کالجونو د وژل شوؤ ماشومانو په نوم کولو مقصد د ټولنې نه د انتهاپسندۍ او زغم نه کولو د رويې خاتمه ده .
وزيراعظم وئيلي چې د پېښور په سکول کې د وژل شوؤ ماشومانو يادول د ملک د بقا دپاره ضروري ده ، او زياته کړې يې ده چې دغه ماشومان د رڼا بنياد جوړ شوي دي .
نوموړي وئيلي د ملک دښمنان پاکستان کې کرکه او د زغم برداشت ختمؤل غواړي ولې هغويې به دغسې کولو ته نه شي پرېښودی .
هغه وئيلي د تعليم د عام کولو (خورولو) سره سره به د ترهګرۍ په ضد جنګ روان وي .
د خېبرپښتونخوا د صوبې حکومت ۱۶م دسمبر په سرکاري توګه د نمانځلو اعلان کړی او د پاکستان په سينټ کې هم د پېښور په سکول کې د وژل شوؤ سره د يو والي په لړ کې قرارداد منظور کړی شوی دی .