لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: په درېو ورځو کې دپوليو څلور کېسونه رپورټ شوي


په کراچې کې د پوليو تازه ښکار شوؤ ماشومانو تعلق چې د پښتنو کورنو سره دی دويې ته د پوليو څاڅکي ورکړل شوي او د هغې باوجود پوليو وهلي دي.
په کراچې کې د پوليو تازه ښکار شوؤ ماشومانو تعلق چې د پښتنو کورنو سره دی دويې ته د پوليو څاڅکي ورکړل شوي او د هغې باوجود پوليو وهلي دي.

د پاکستان تر ټولو غټ صنعتي ښار کراچۍ کې په درېو ورځو کې د پوليو څلور کېسونه رپورټ شوي دي ، دغو کېسونو سره پاکستان کې روان کال کې د پولي ښکار ماشومانو شمېره ۴۷ ته رسېدلې ده .

راپورونه وايي په کراچې کې د پوليو تازه ښکار شوؤ ماشومانو تعلق چې د پښتنو کورنو سره دی دويې ته د پوليو څاڅکي ورکړل شوي او د هغې باوجود پوليو وهلي دي .

په کراچۍ کې په درېو ورځو کې د پوليو رامنځته شوؤ کېسونو په اړه د صحت د محکمې اي ډي او ظفراعجاز وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، د تازه رامنځته شوؤ کېسونو سره سږ کال په کراچۍ کې د پوليو ښکار ماشومانو شمېره شپږو ته ورسېده .

" دوه کېسونه په بلديه او دوه کېسونه په کډاپ ټاؤن کې مخې ته راغلي دي ، دوه ورځې وړاندې په ګډاپ کې او تېره ورځ په بلديه کې کېسونه رپورټ شوي دي" .

نوموړي ووئيل د دغو کېسونو سره سږ کال په کراچۍ کې د پوليو ښکار ماشومانو شمېره ۶، په سندهـ صوبه کې ۱۱ او په پاکستان کې ټوله شمېره ۴۷ ته ورسېده .

د محکمه صحت د رپورټ ترمخه د بلديه ټاؤن په يونين کونسل نمبر يو کې د اته مياشتو زېنب او په يونين کونسل نمبر څلورم کې د ۱۶ مياشتو محمدد پوليو ښکار شوي دي ، چارواکي وايي د دواړو ماشومانو تعلق د پښتنو کورنو سره دی .

د صحت د محکمې د چارواکو په وينا دوه ورځې وړاندې په ګډاپ ټاؤن کې د ۲۲ مياشتو مدثر او د ۴۷ مياشتو شايان د پوليو ښکار شوي دي .

راپورونه وايي دغه څلور واړه ماشومان چې د پوليو ښکار شوي او تعلق يې د پښتنو کورنو سره دی ، دويې څلورو واړو ته د پوليو څاڅکي ورکړی شوي او د هغې باوجود دوې پوليو وهلي دي .

د صحت د محکمې چارواکي هم مني چې د پوليو د څاڅکو ورکولو باجود د پوليو وائرس په هغه صورت کې ماشوم باندې حمله کولی شي او هغه معذور کولی شي کله چې د دغه ماشوم د قوت مدافعت نظام کمزوری وي او د ملګرو ملتونو د ماشومانو دپاره جوړې ادارې يونيسف يو کار پوهه ډاکټرجوهر د پوليو د څاڅکو ورکولو باوجود پوليو راتللو درې علتونه ښايي .

" يو دا چې ماشوم کې د خوراک کمی وي د پوليو څاڅکو سره يې قوت مدافعت نه جوړيږي، دويم دا چې د ماشومانو په خوراک کې پروټين کم وي ، او درېم او عام علت يې دا چې ماشومان د پيدائش سره د دستونو ښکار وي او پرله پسې يې دستونه کيږي نو د پوليو څاڅکې يې په خېټه کې نه پاتې کيږي او په ډکو متيازو کې ترې اوځي" .

نوموړي وايي د دې دوه نور علتونه دا هم کېدی شي چې ماشوم د مور نه کمزوري پېدا شوی وي پکار ده چې د ماشوم د مور په خېټه د صحت خيال وساتل شي چې مور يې صحت منده وي ماشوم به هم ټيک وي او دويم دا چې ماشومانو ته سټيرائيډ ستنې يا اېنجکشنې کول هم قوت مدافعت ختموي .

ډاکټر جوهر وايي پاکستان کې راتلونکي د پوليو ضد پينځه شپږ کمپائنې ډېرې مهمې دي ، او هر مور پلار له پکار ده چې د پينځه ؤ کالو نه د کم عمر ټولو ماشومانو ته په دغو کمپائنو کې د پوليو څاڅکې ورکړي که څه هم دويې ته له دې وړاندې هر څو ځله د پوليو څاڅکي ورکړی شوي دي .

نوموړی زياتوي پاکستان لا په هغه ځايې نه دی ولاړ چې ووئيل شي ډېر زر به د ملک نه د پوليو خاتمه وشي ځکه چې په ملک کې اوس هم په ځينو ځايونو کې د پوليو جراثيم شتون لري ځکه هر مور پلار زمه وار دي چې د دغه رنځ په مخنيوي کې پوره پوره کردار ادا کړي .

د محکمه صحت د شمېرې ترمخه پاکستان کې روان کال کې تراوسه پورې په رامنځته شوؤ د پوليو په ۴۷ کېسونو کې تر ټولو زيات په خېبرپښتونخوا صوبه کې ۱۵، قبائيلي علاقو کې ۱۴، سندهـ صوبه کې ۱۱، بلوچستان کې شپږ او پنجاب کې يو کېس رپورټ شوی دی .

د پاکستان چارواکي خوشبينه دي چې د کال ۲۰۱۶م تر اخرې پورې به د ملک نه د پوليو وائرس ختم کړی شي او ملک به د دغه رنځ نه پاک شي

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG