امريکا د نړيوال امن دپاره خطره جوړېدونکې تُندروه ډلې داعش په ضد د خپلو خصوصي ځواکونو په ځايې کولو پرېکړه کړې ده کوم چې به په دغه تُندروه ډله حملې کوي . راتلونکو څو اوونو کې به دغه ځواک په ځايې کړی شي .
د امريکې لخوا د داعش په ضد د ځانګړو عسکرو په ځايې کولو د منصوبې نه خبر يو چارواکي وئيلي ، چې په دغه ځواک کې به ۲۰۰ عسکر وي او په راتلونکو اوونو کې به په عراق کې په ځايې کړی شي .
د نوم څرګندولو په سر يو چارواکي وايس اف امريکا سره په خبرو کې وئيلي چې د دغه منصوبې مقصد د استخباراتي معلوماتو ترلاسه کېدو نه پس په لږ وخت کې د داعش مرکزي مشران او د هغويې کمانډ اېنډ کنټرول تباه کول دي .
د امريکې د دفاع وزير اېش کارټر د نهې په ورځ د استازو د اېوان ارمډ سروسز کمېۍ ته په يو بيان کې د نوي ځواک په ځايې کولو اعلان کړی او د دې عزم څرګندونه يې کړې وه چې په دغه کار سره به په داعش کې ويره خوره شي .
" دا نه ده معلومه چې د شپې په مهال کړکۍ کې څوک راداخيليږي او دا هغه ويره ده چې مونږ يې د داعش په مشرانو او ملګرو کې خورول غواړو ، دا ځانګړي عسکر به د وخت سره سره چهاپه مار عمليات کوي او د يرغمال کړی شوؤ د خلاصولو ترڅنګ به د داعش د مشرانو د قابو کولو قابل شي " .
کارټر وئيلي دغه ځواک به د عراق پوځ او کُرد پېش مرګه سره په ګډه کار کوي او په شام کې به يو مخيزه عمليات هم کوي .
دغه ګام د اکتوبر په مياشت کې د شوي هغه اعلان پرمختګ دی په کوم کې چې د ۵۰ پورې د ځانګړي ځواک عسکرو د داعش په ضد د جنګېدونکو د مرستې دپاره د لېږلو وئيل شوي وو .