لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او افغانستان تجارت په سېوا کولو اتفاق، خو په لارو اختلاف موجود دی


اسحاق ډار وئيلي د دواړ هېوادونو ترمينځ د تجارت حجم به د کال ۲۰۱۷م تر اخرې پورې پينځه اربه ډالرو ته ورسي .
اسحاق ډار وئيلي د دواړ هېوادونو ترمينځ د تجارت حجم به د کال ۲۰۱۷م تر اخرې پورې پينځه اربه ډالرو ته ورسي .

د پاکستان او افغانستان د ګډ اقتصادي کمېشن ۱۰م غونډه د ګل په ورځ پلازمينه اسلام اباد کې شوې ، چې پکې د دوه اړخيزه تجارت زياتولو دپاره د عملي ګامونو پورته په خبره صلاح راغلې ده .

خو د پاکستان د انگریزۍ ژبې ورځپاڼه ایکسپریس ټریبون حکومتي مامورینو په حواله وايي تجارت سره تړلې په ځېنې مدونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافات موجود دي. ورځپاڼه وايي افغانستان پاکستان دلارې خپلو تړکونو دپاره هندوستان ته رسائي غواړي خو پاکستان امنیت د اندیښنو په وجه د کابل دغه غوښتنه رد کړې ده. په ځواب کې افغانستان وسطې ایشیا ته د رسائي د پاکستان غوښتنه رد کړې ده.

د دواړو هېوادونو د هيئتونو د دوه ورځو په غونډه کې د افغان پلاوي مشري د افغانستان د خزانې وزير عقليل احمدحکيمي او د پاکستان لخوا د خزانې وزير اسحاق ډار مشر ؤ ، دواړو د ګل په ورځ اسلام اباد کې يوه خبري غونډه هم کړې ده .

د ګډ اقتصادي کمېشن دغه غونډه د اګست په مياشت کې ټاکل شوې وه ، خو د طالبانو د مشر ملاعمر د مړينې د خبر مخې ته راتلو وروستو د افغانستان د سولې د خبرو ځنډېدو وروستو د دواړو هېوادونو ترمينځ اړيکې ترينګلې شوې او دغه غونډه پاتې شوې وه .

د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار د دغه غونډې افتتاحي دستورې ته په وينا کې وئيلي چې تېر کال د نومبر په مياشت کې د افغان صدر اشرف غني د پاکستان د دورې په مهال چې دواړخيزه تجارت ته د ودې ورکولو په لړ کې په کومو ګامونو پورته کولو صلاح راغلې وه ، په هغو کې زيات عملي شوي خو نوموړي منلې چې په ځينو فېصلو عمل کول پاتې دي او په هغو غور روان دی چې زر عملي کړی شي .

نوموړي وئيلي د دواړو هيئتونو ترمينځ د ترکمانستان نه پاکستان ته د بجلۍ د دوه زره مېګاواټه لائن راوستو او د هلمند او ګوادر ترمينځ د سړک جوړولو په منصوبو هم خبرې اترې شوي دي .

اسحاق ډار وئيلي د دواړ هېوادونو ترمينځ د تجارت حجم به د کال ۲۰۱۷م تر اخرې پورې پينځه اربه ډالرو ته ورسي .

هغه زياته کړې پاکستان غواړي چې افغانستان سره زر تر زره ترجيحي تجارتي لوظنامو ته ختمي شکل ورکړي او د دغې کار دپاره دافغانستان انتظار کوي . د نوموړي په وينا دوه اړخيزه تجارت کې تر هغې اضافه ممکن نه ده څو چې د دواړو خواؤ نه دکاروباري کسانو ترمينځ د رابطو کولو دپاره ااسانتياوې نه وي برابرې شوي .

نوموړي وئيلي د دغه کار په لړ کې دې افغانستان د ويزو په ورکولو کې نرمي اوکړي او زياته يې کړه پاکستان به هم دغسې کوي .

اسحاق ډار ووئيل زه په خوشحالۍ سره دا خبره کولو غواړم چې د افغانستان درې زره زده کړې کوؤنکو ته د تعليمي وظيفو ورکولو د پروګرام لاندې ۲۲۵۵ طالب علمانو ته سکالرشپس ورکړل شوی او هغوي د طب او انجينئيرنګ ترڅنګ په نورو شعبو کې زده کړې کوي .

هغه وئيلي پاکستان به نورو طالب علمانو ته د کال ۲۰۱۵م او ۱۶م په مالي کال کې نورې تعليمي وظيفې ورکړي .

د خزانې وزير وئيلي چې په کال ۲۰۱۴م کې ۲۹۵ افغان زده کړې کوؤنکو دلته تعليم پوره کړی او روان کال کې به نور ۳۰۵ تعليمونه مکمل کړي .

په دغه مهال د افغانستان د خزانې وزير عقليل احمد حکيمي ووئيل د دوه اړخيزه تجارت موجوده حد د هغه هدف نه ډېر کم دی د کوم چې دواړه هېوادونه توان لري .

عقليل احمد حکيمي وئيلي اقتصادي شراکت دارۍ ته د نورې ودې ورکولو او د دغه لړۍ غزولو دپاره د خپل پاکستاني سيال سره داسې ګامونو پورته کولو تيار دی کومو ته چې عملي جامې واغوندول شي .

هغه ووئيل په دغه لړ کې دې اړونده چارواکي يو بل سره د ويډيو لنک د لارې اړيکې ټينګې ساتي .

افغانستان د تجارت نائب وزیر مزمل شینواري وي او ای ډیوه ته په اسلام آباد کې ویلي افغانستان او پاکستان دوه اړخیز تجارت کې کمی راغلی دی.

ښاغلي حکیمي ویلي سیمه کې د تجارتي رابطې سیوا کولو او په دې لړ کې د خنډانو لرې کولو دپاره افغانستان او پاکستان په یو چوکاټ جوړولو اتفاق ترلاسه کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG