فرانس په شام کې د تُندروه ډلې داعش په مظبوط مرکز رقه باندې غټې حملې کړې دي ، د راپورونو ترمخه د حملو په نتيجه کې د داعش مرکزي پوسټ او د تربيې ځايې تباه کړی شوي دي .
د فرانس د پوځ لخوا په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې ۱۰ جنګي الوتکو د داعش په ځالو ۲۰ بمونه داغلي دي .
د فرانس لخوا په شام کې د داعش په ضد ترسره شوؤ عملياتو کې تازه حمله تر ټولو غټه ده ، کومه چې د جمعې په ورځ پېرس کې د ترهګر بريدونو نه پس شوې ده
پېرس کې ترسره شوؤ حملو کې د ۱۳۰ نه زيات کسان وژل شوي او زمه واري يې داعش قبوله کړې وه .
د فرانس جنګي الوتکې د اتوار په ماښام د اردن او متحده عرب اماراتو نه پورته شوي او هغويي ته د امريکې استخباراتي مرستې حاصلې وې .
د فرانس صدر فرانسوا اولاند د پېرس حملې " اعلان جنګ " ګرځولې وې .
د پېرس د حملو نه پس د داعش لخوا په جاري شوې يوه ويډيو کې وئيل شوي چې " څو پورې په مونږ بمباري کيږي د هغې وخت پورې به تاسو هم په امن نه کښېنئ " .
فرانس د داعش په ضد د امريکې په اتحاد کې شامل هېواد دی او د تېر کال نه يې په عراق او شام کې فضائي عمليات پېل کړي دي .
بل لور ته خبري ادارې روئټرز وئيلي چې امريکې په شام کې مخالفه ډلې ته نوره وسله ورکړې ده ، دغه ډله د شام په شمال کې د داعش په ضد جنګيږي .
خبري ادارې د امريکايي چارواکو د خلې وئيلي چې دغه وسله هغويې ته په ځمکه ورکړی شوې ده، او له دې وړاندې د اکتوبر په مياشت کې هغويې ته د هوا نه وسله غورزول شوې وه .