لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني د ملکي وګړو نه د سرونو غوڅول په سختو ټکو کې غندلي


افغان صدر وئيلي په دغه بده پېښه کې ککړ عناصر به نه پرېږدي، او نوموړي پېښه کې د وژل شوؤ کسانو د کورنو سره خواخوږي سرګند کړې ده .
افغان صدر وئيلي په دغه بده پېښه کې ککړ عناصر به نه پرېږدي، او نوموړي پېښه کې د وژل شوؤ کسانو د کورنو سره خواخوږي سرګند کړې ده .

د افغانستان صدر اشرف غني د ملک په جنوبي سيمه کې د تُندروه ډلې داعش لخوا د عامو ملکي وګړو نه د سرونو غوڅول د پېښې په سختو ټکو کې غندنه کړې ده .

د زابل صوبې ځايي پوليسو وئيلي چې د اتوار په ورځ په خاک افغان ضلع کې د داعش وسله والو د زنانوؤ او ماشومانو په ګډون اووه کسان په بې دردۍ وژلي دي .

د افغانستان د صدارتي دفتر ارګ څخه جاري شوي يو بيان کې اشرف غني د ملکي وګړو او په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو نه د سرونو پرېکولو عمل په سختو ټکو کې غندلی او دغه کار يې د افغانستان د دښمنانو ذلت او د ماتې نښه بللې ده .

نوموړي وئيلي چې د افغانستان دښمنانو د عامو خلکو نه په سرونو پرې کولو سره يو ځل بيا دا ثابته کړه چې وسله وال د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو په وړاندې په جګړه کې ماتې خوړلې ده .

چارواکو وئيلي د داعش وسله والو د شيعه هزاره فرقې سره تعلق لرونکې کسان يوه مياشت وړاندې د غزنې صوبې نه تښتؤلي وو .

افغان صدر وئيلي په دغه بده پېښه کې ککړ عناصر به نه پرېږدي، او نوموړي پېښه کې د وژل شوؤ کسانو د کورنو سره خواخوږي سرګند کړې ده .

د تُندروه ډلې داعش سره چې د عراق او شام يوه لويه علاقه په ولقه کې ده ، اوس د پاکستان سره په پوله د افغانستان په ختيزه صوبه ننګرهار کې خپل فعاليتونه سېوا کوي .

بل لور ته د زابل صوبې چارواکو وئيلي د طالب وسله والو ترمينځ په جګړو کې دواړو خواؤ ته ۵۰ کسان وژل شوي او په درځنونو نور ژوبل شوي دي .

ځينې مطبوعاتي راپورونه د وسله والو ډلو چې داعش هم پکې شامله ده د دوي ترمينځ په جګړو کې د ۱۰۰ نه د زياتو کسانو د مړينې خبرونه خپروي .

دغه نښتې په داسې مهال رامنځته شوي چې څو ورځې وړاندې د ملامحمدرسول په مشرۍ په طالبانو کې ځانله جُدا ډله جوړه شوې ده .

د ملاعمر د مړينې نه پس د طالبانو د نوي جوړ شوي مشر ملااختر منصور په مخالفت راولاړه شوې ډله ګڼي چې ملاعمر دوه کاله وړاندې مړ شوی ؤ او د تېرې جولائۍ په مياشت کې دغه خبره ښکاره کړی شوې وه .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG