لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس: شام کې د مغرب پلوه ياغيانو مرستې ته تيار يُو


د سرګۍ لاروف په وينا شام ته د پارليماني او صدارتي انتخاباتو دپاره د تياريدو ضرورت دی .
د سرګۍ لاروف په وينا شام ته د پارليماني او صدارتي انتخاباتو دپاره د تياريدو ضرورت دی .

روس په شام کې د انتخاباتو دپاره د خپل ملاتړ د څرګندونې ترڅنګ وئيلي چې هغه (روس) د مغرب پلوه " فري سيريئن آرمي " د ياغيانو مرستې ته تيار دی .

د روس خارجه وزير سرګۍ لاروف وئيلي ماسکو غواړي چې شام د پارليماني او صدارتي انتخاباتو تياری وکړي او دې خبرې پله يې اشاره ورکړې چې که ضرورت پېښ شو نو حکومت به يې په دغه لړ کې د پرمختګ دپاره موثره ګام پورته کړي .

د روس سرکاري ټي وي سره په خبرو کې لاروف وئيلي چې " بهرني عناصر د شام د خلکو دپاره هيڅ پرېکړه نه شي کولی مونږ له په دې خبره زور راوړل پکار دي چې هغوي د خپل ملک دپاره يوه منصوبه تياره کړي چې پکې د ټولو مذهبي، نسلي او سياسي ډلو د ګټو تحفظ وي " .

د هغه په وينا شام ته د پارليماني او صدارتي انتخاباتو دپاره د تياريدو ضرورت دی .

د شام د سياست متعلق د ماسکو د تېر خيال په ضد د لاروف دغه بيان د خانه جنګۍ ښکار د دغه ملک د سياسي عمل په اړه د روس په نقطه نظر کې بدلون پله اشاره کوي .

لاروف د شام په اړه د امرېکې په پاليسو نيوکې کړي او د غرب دغه تورونه يې رد کړي دي ، چې د روس فضائيه په شام کې د داعش سره سره د مغرب پلوه ياغيانو په ضد بې د څه فرقه عمليات کوي .

د لاروف په وينا روسي فضائيه د وطن سره مينه لرونکې خزب اختلاف ډلې په خصوصي توګه د فري سيريئن آرمي د يونټونو ملاتړ ته تياره ده که چرته هغويې ته د دويې د حدود اربعه (څلور واړه طرفونه) علم وي .

هغه وئيلي امريکا او اتحاديان يې د ياغيانو د يونټو په اړه د معلوماتو ورکولو يا د داعش په ضد خپل مهم کې د روس پورځ سره د مرستې نه انکاري کوي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG