لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاک ـ افغان پوله ډرون حمله کې دداعش 6 جنګیالي وژل شوي


us dron
us dron

چارواکي وايي د جمعې په ورځ دافغانستان اؤ پاکستان په ګډه پوله پرته د افغانستان نازیان اولسوالۍ کې د بې پائیلوټه امریکایي جاسوسي الوتکې په یوه حمله کې لږ تر لږه 6 ترهګر وژل شوي.
چارواکو دعوه کړې چې د وژل شوؤ ټولو تندلارو تعلق افغانستان کې په چټکتیا سره د پراختیا پیدا کوونکې وسله والې ډلې داعش یا دولت اسلامیه سره دی.
د چارواکو په وینا دغه تندلاري د یوې ودانۍ دننه غونډې کولو ته راټول شوي وؤ چې امریکایي ډرون په نخښه کړل.
نازیان د پاکستان سره په پوله پرته د افغانستان د ختیز ولایت ننګرهار هاغه اولسوالي ده چې تیر کاله پورې د پاکستاني طالبانو د تحریک د مشر ملا فضل الله د وسله والو د بشپړ واک لاندې ګڼل کیده اؤ سږکال پکې داعش سره تړلو جنګیالو غلبه پیدا کړې ده .
داستخباراتي راپورونو له مخې تیر کال چې پپښور کې په ارمي پبلک سکول کوم وسله وال برید کې تر 200 ماشومان وژل شوي وؤ ددغه برید پلان هم طالبانو په نازیان اولسوالۍ کې جوړ کړی ؤ.
خو ددغو دعوؤ پخلی ازادي سرچینو یا طالبانو پخپله نه دی کړی.
په نازیان کې له دې وړاندې هم څو کرته امریکايي ډرون د تندلارو په ځالو بریدونه کړي اؤ هغوئ ته یې درانه زیانونه اړولي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG