لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ايران د لګېدلو بندېزونو پورته کولو تېاری دې وشي، باراک اوباما


يورپي يونين هم د اتوار په ورځ د هغه قانون جوړولو کار سرته رسولی کوم چې به غړو هېوادونو ته د ايران په ضد د لګولو بندېزونو پورته کولو اجازت ورکړي .
يورپي يونين هم د اتوار په ورځ د هغه قانون جوړولو کار سرته رسولی کوم چې به غړو هېوادونو ته د ايران په ضد د لګولو بندېزونو پورته کولو اجازت ورکړي .

صدر باراک اوباما د امريکې حکومت ته امر کړی چې په ايران د لګېدلو بندېزونو پورته کولو تېاری دې شورو کړی شي . د اتوار په ورځ دغه امر د ټولو فريقېنو لخوا د جولائۍ په مياشت کې د شوي تړون د نفاذ د ورځې په مهال ورکړی شوی دی .

صدر وئيلي ؤ " زه د دغې مهم پرمختګ هرکلی کوم او اوس مونږ ټولو شراکت دارو له پکار ده چې د ايران سره د جوهري پروګرام په اړه زمونږ د تحفظاتو په ګوته کولو د دغې جامع قرارداد په مکمله توګه نافذ کولو مهم کار ته توجه وګرځوؤ" .

ايران وئيلي د خپل لور ته نه د تړون په عملې کېدو کار پېل کړی دی ، چې پکې د سنټري فيوجز لري کول، د يورينيم په ذخېره کې کمی او په اراک کې د جوهري ري ايکټر د درنو اوبو په ځايې د کنکريټ ډکولو عمل شامل دی . دغه ټول عمل به دا يقيني کوي چې ايران به جوهري وسله نه جوړوي .

يورپي يونين هم د اتوار په ورځ د هغه قانون جوړولو کار سرته رسولی کوم چې به غړو هېوادونو ته د ايران په ضد د لګولو بندېزونو پورته کولو اجازت ورکړي .

خو د جرمني خارجه وزير فرينک والټر وئيلي چې بنديزونه به ترهغې وخته په خپل ځايې وي څو پورې چې ايران دا نه وي ثابته کړي چې په تړون کې يې د خپلې برخې شرطونه پوره کړي دي .

د ايران سرکاري ټي وي وئيلي چې تهران به خپلې ژمنې سر ته رسوي . او چارواکو يې تېره اوونۍ وئيلي ؤ چې ملک به يې د روان کال تراخرې پورې شرطونه پوره کړي .

د امريکې خارجه وزير جان کېري وئيلي چې د ختمي تړون نتيجې د کلونو په موده کې مخې ته راتلی شي .

ايران به اوس د جوهري تړون لاندې د خپل جوهري پروګرام محدود کولو او په مکمله توګه په پرُامنه انداز کې مخ په وړاندې تګ يقيني جوړوي " .

امريکا، برطانيه، روس، فرانس، چين او جرمني ـ ايران سره د جولائۍ په مياشت کې په يو تړون اتفاق کړی ؤ چې په نتيجه کې به يې هغه خپل جوهري پروګرام محدود کوي او په بدل کې به يې په ايران لګېدلي بنديزونه پورته کولی شي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG