لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پينډۍ: عملياتو کې پينځه مشکوک وسله وال، يو پوليس وژل شوی


چې پوليس ټيم په کور چهاپه وهله نو د کور پرې ګرنېډ وويشتل شو او بيا مقابله شوې ده ، چې پکې د وسله والو په ګډون پوليس افسر وژل شوی دی .
چې پوليس ټيم په کور چهاپه وهله نو د کور پرې ګرنېډ وويشتل شو او بيا مقابله شوې ده ، چې پکې د وسله والو په ګډون پوليس افسر وژل شوی دی .

د پاکستان پلازمينې اسلام اباد سره جوخت پروت ښار راولپنډۍ کې پوليس د مشکوکو وسله والو د موجودګۍ په خبر په يو کور چهاپه وهلې چې په نتيجه کې يې وسله والو سره مقابله شوې ، او د دوه زنانوؤ په ګډون پکې پينځه مشکوک وسله وال او يو پوليس افسر وژل شوي دي .

راپورونه وايي د پېنډۍ په چکري روډ باندې دغه عمليات نن د زيارت په سحر ترسره شوي ، او په کور د چهاپې په مهال په مقابله کې د وژنو ترڅنګ څلور پوليس ژوبل شوي او پينځه مشکوک کسان هم نيول شوي دي .

راپورونه د چارواکو د خلې وايي چې پوليس ټيم په کور چهاپه وهله نو د کور پرې ګرنېډ وويشتل شو او بيا مقابله شوې ده ، چې پکې د وسله والو په ګډون پوليس افسر وژل شوی دی .

سرکاري ميډيا په چهاپه مار عملياتو کې د درې مشکوک ترهګرو د وژنې او درېو د نيولو راپور خپور کړی او وايي چې مقابله کې يو پوليس وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي .

پوليس وايي دغه عمليات يې د پنجاب صوبې د وژل شوي پخواني داخله وزير شجاع خانزاده په کېس کې د نيولي يو کس د معلوماتو په اساس کړي دي .

شجاع خانزاده باندې د اګست په مياشت کې په داسې مهال خودکش حمله شوې او هغه پکې د ۱۶ کسانو سره وژل شوی ؤ چې کله هغه د اټک په شادي خان سيمه کې په خپله دېره کې خلکو سره ناست ؤ .

چارواکو وئيلي پينډۍ کې په چکري روډ باندې د مقابلې نه پس يې علاقه په ګېره کې اخيستې او د لټون عمليات دوام لري .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG