لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خیبرپښونخوا کې ترهګرۍ ځپلو فنکارانو سره د مرستو منصوبه پیل کیږي


KPK Artists
KPK Artists

د خیبر پښتونخوا حکومت د هاغو سوؤنو فنکارانو سره د مالي مرستو د منصوبې پیل کولو اعلان کړی چې د ترهګرۍ اؤ ګواښونو له وجې یې یا خو دفن څخه لاس اخستی اؤ یا اغیزمن شوي دي.

د ثقافت اؤ سیلګرۍ دپاره د خیبرپښتونخوا د وزیراعلي مشاور ښاغلي امجد اپریدي د جمعې په ورځ ډیوه ویب پاڼې ته وئیلي د ترهګرۍ د لاسه هسې خو د خیبرپښتونخوا هر څانګه ځپل شوې خو د ثقافت څانګې ته نه سر کیدونکي زیانونه رسیدلي دي

امجد اپریدي وویل په تیرو وختونو کې د صوبې د فنکارانو بدې ورځې ته هیچا پام نه ؤ ګرځولی، نشترهال د ثقافتي سرګرمو دپاره تړل شوی وؤ، فنکارانو ته د تندلارو لخوا ګواښونه کیدل چې له دې امله د صوبې ګڼ شمیر هنرمندانو د هنر نه لاس اخستی.

هغه وویل نن مونږ وینو چې زمونږ د خاورې ډیر لویې لویې فنکاران یا خو د ملک په پریښودو مجبور شوي اؤ یا یې د خپل هنر نه لاس اخستی اؤ د نیستۍ اؤ کړاونو ډک ژوند تیرولو باندې مجبور دي.

هغه وویل د فنکارانو دغې بدې ورځې ته په کتلو سره صوبایي حکومت نه یوازې نشترهال یو ځل بیا د فني سرګرمو دپاره پرانستی بلکې پریکړه یې کړې ده چې هاغو سوؤنو فنکارانو ته به میاشتنۍ وظیفه ټاکي چې د ترهګرۍ په وجه رامینځته شوؤ حالاتو ځپلي دي.

د کلتور مشاور زیاته کړه"په نظر کې ده چې تر پنځوؤ سوؤ پورې فنکارانو ، د موسیقۍ الاتو جوړونکو اؤ د فن ددنیا سره تړلو نورو متعلقه خلکو ته تر دیرشو زرو روپو پورې میاشتینۍ وظیفه مقرر کړو '

هغه وویل ددغه مقصد دپاره یې حکومت د 15ؤ کروړو روپو منظوري ورکړې ده اؤ د مستحقو فنکارانو د رجسټریشن دپاره د یوې کمیټۍ جوړولو پریکړه شوې ده چې پکې به د فنکارانو په شمول د بیلابیلو مدونو سره تعلق لرونکي مخوریز شخصیات شامل وي.

نوموړي وویل ډیر زر به د مستحقو فنکارانو په هکله معلومات راجمع اؤ هغوئ سره به مالي مرستې پیل کړل شي.

د پښتو ځوان سندرغاړي انور خیال نه مو چې کله د حکومت له لوري فنکارانو سره د مرستو د منصوبې په هکله د هغه نظر وپوښتلو نو وئ وئیل"تاسو یقین وکړئ چې زمونږ ډیر لویې لویې فنکاران موجوده حالاتو کې د ډیر سخت دور نه تیریږي خو په خوله به د شرم نه فریاد نه کوي"

هغه وویل په دې وطن کې د هر چا تپوس شته خو یوازې فنکاران دي چې بې وارثه پاتې دی اؤ څوک یې د درد اؤ تکلیف نه ځان نه خبروي.

انورخیال زیاته کړه له دې وړاندې هم په مختلفو وختونو کې حکومتونو فنکارانو سره د مرستو منصوبې په زبانې ډول اعلان کړي دي خو د افسوس خبره ده چې وروستو یې پرې عمل نه دی کړی اؤ که چرې دا ځل دا منصوبه عملي شي نو دا به یقیناُ چې د فن اؤ فنکار سره یوه ښیګړه وي.

د پښتو پیغلې سندر سندرغاړې صائمه ناز ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې د حکومت ددغه اقدام ستائنه کړې ده خو وایي "دا به ډیر لویې کار وشي چې حکومت غریبو فنکارانو سره امداد شروع کړي خو داسې نه چا سبا پکې ټول دماما، چاچا زامن شامل کړی شي اؤ مستحقو فنکارانو ته توجو ونه شي "

هغې وویل ددې صوبې فنکاران خو حالاتو دومره وځپل چې نور سم خیر ته ناست دي خو مسله داده چې هیڅوک یې په بده ورځ ځان نه خبروي.

صائمه ناز زیاته کړه "تاسو وګورئ کنه زمونږ څومره لویې فنکاران د ملک نه ووتل ، دا څه د ښې ورځې خو نه دی تلی خو دلته ورته چا توجو نه ورکوله ځکه لاړل اؤ دا کوم چې پاتې دی که دا حالات وي نو دوئ سره به هم د ملک د پریښودو نه بغیر بله لاره نه وي"

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG