لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار: داعش يو ځل بيا د اچين په پوستو بريدونه کړي


راپورونه وايي سيمې ته د ملي اردو هيلي کاپټرې هم رسېدلي او په وسله والو يې بمباري کړې ده .
راپورونه وايي سيمې ته د ملي اردو هيلي کاپټرې هم رسېدلي او په وسله والو يې بمباري کړې ده .

د پاکستان سره په پوله د افغانستان په ختيز کې د پرتې صوبې په اچين ضلع (ولسوالۍ) کې د داعش وسله والو نن د نهې په ورځ د حکومتې امنيتي ځواکونو په پوستو بريدونه کړي دي ، او چارواکي وايي د داعش د وسله والو سره جګړه روانه ده او په شا تمبول شوي دي .

د اچين ولسوال غالب مجاهد وايس اف امريکا سره په خبرو کې وئيلي ، چې نن سهار وختې د پاکستان د لورې د وراوختو سلګونو وسله والو د پولې ساتونکو او سيمه ييزو پوليسو په پوستو بريدونه کړي دي .

د غالب په وينا د ننګرهار د امنيتي قوماندان په مشرۍ د داعش په ضد جګړه روانه ده .

راپورونه وايي سيمې ته د ملي اردو هيلي کاپټرې هم رسېدلي او په وسله والو يې بمباري کړې ده .

ولسوال وئيلي مخالفه وسله وال په شمېره کې ډېر دي او جګړه روانه ده له دې وجې هغه په دې اړه څه نه دي وئيلي چې څومره مرګ ژوبله اوختې ده .

خو د امنيتي قوماندانۍ چارواکو وئيلي چې د حکومتي ځواکونو په ځوابي کارروايۍ کې د داعش ۳۰ وسله وال وژل شوي او يو شمېره نور ژوبل شوي دي .

راپورونه وايي په سيمه کې اوس هم د وسله والو او حکومتې ځواکونو ترمينځ توده جګړه روانه ده ، ځينې راپورونه وايي وسله وال په شا تمبول شوي او ځينې وايي وسله والو د پوليس ځينې پوستې نيولي دي .

د اتوار په ورځ هم د داعش وسله والو د اچين په ضلع کې د پوليسو په پوستو بريدونه کړي وو خو د څو ساعته سختې جګړې نه پس حکومتي ځواکونو وسله وال په شا تمبولي ، او د درنې مرګ ژوبلي اوختو وئيل شوي ؤ .

اچين کې د داعش لخوا تازه بريد په داسې مهال شوی چې د دغه هېواد په شمال کې پروت ښار کندوز کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمينځ هم جګړه روانه ده . طالبانو د ګل په ورځ کندوز نيولی او د هغويې نه د بيرته نيولو دپاره د حکومتې ځواکونو لخوا عمليات پېل کړی شوي دي .

د امريکې محکمه خارجه لخوا په افغانستان کې د داعش مخ په زياتي هلو ځلو باندې اندېښنه څرګند کړی شوې او وئيل شوي چې دا به د وخت نه وړاندې وي چې راتلونکې وخت کې څه کيږي او زياته کړې يې وه دغه مسله مونږ سنجيده ګڼو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG