لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتنو د درناوي او مشرۍ نخښه شمله


پښتنه ټولنه کې اوس هم شملې ته په درنه سترګه کتل کيږي څنګه چي به ورته زرګونه کاله پخوا کتل کيدل ،
پښتنه ټولنه کې اوس هم شملې ته په درنه سترګه کتل کيږي څنګه چي به ورته زرګونه کاله پخوا کتل کيدل ،

ارشد مومند ــ ستر خوشحال خان خټک وايي ،

چې دستار تړي هزار دي ..... د دستار سړي په شمار دي

پښتانه چې د زرګونو کالو نه شمله تړي ، دغه شمله تړل او په سرول د مشرۍ د سردارۍ او درناوي علامت دی . او شمله که يو خوا ته د درناوي علامت دی د عزت او سردارۍ نخښه ده نو بل خوا ته دا د پښتون ثقافت پېژندګلي او ترجماني هم کوي . د پښتنو د هرې قبېلې د پټکي تړلو خپل خپل انداز او رنګ دی ، څوک يې اوچته قرقره اوباسي څوک يې درميانه او څوک بغېر د قرقرې پټکی تړي ، پښتانه خپل مېلمه ته چې کله مينه او درناوی ورکول غواړي نو د ځان يې په رنګ يې کړي او شمله ورته په سر کړي .

شمله
شمله

شمله چې د پښتون کلتور د درناوي او مشرۍ نخښه ده ، او نن په جديده ۲۱ پيړۍ کې چې ډيرو کلتوري توکو خپل ارزښت د لاسه ورکړی ولې پښتنه ټولنه کې اوس هم شملې ته په درنه سترګه کتل کيږي څنګه چي به ورته زرګونه کاله پخوا کتل کيدل ،

او پروفېسر اباسين يوسفزی په خپل يو شعر کی شمله څه په دې ټکو ستائي .

زه هسې په شمله کې د غانټول ګلونه نه ږدم ..... راغلې مې بابا ته د بابا نه ده دا زمکه

د ډيوه خبريال ارشدمومند په شمله رپورټ راجوړ کړی ، دلته يې اورېدی شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:45 0:00
Direct link


Recommended

XS
SM
MD
LG