يمن کې د ياغيانو د يو ميزائل حمله کې د سعودي عرب په مشرۍ د اتحادي ځواکونو د ۵۵ عسکرو د وژنې وروستو متحده عرب اماراتو د شيعه حوثي ياغيانو په ضد سخت فضايي عمليات کړي دي .
راپورونه وايي پلازمينه صنعا کې په دغو فضايي حملو کې لږ تر لږه ۲۰ عام ملکي وګړي وژل شوي دي .
د جمعې په ورځ د پلازمينې نه په ۱۲۰ کلوميټره فاصله ختيز پله د ماريب په علاقه کې ياغيانو د وسلې په يو ډپو ميزائيل داغلی ؤ چې په نتيجه کې يې ۵۵ عسکر وژل شوي وو .
په وژل شوؤ عسکرو کې د ۱۰ تعلق د سعودي عرب، پينځه د بحرېن او د پاتې نورو تعلق د متحده عرب اماراتو سره وو.
متحده عرب اماراتو ته په يوه ورځ کې اوختي تاوان کې دا تر ټولو زيات ؤ ، او په يمن کې د سعودي عرب د پوځيانو د وژنې دا لمړۍ پېښه وه .
د سعودي عرب لخوا د خپلو عسکرو د وژنې د پخلي نه پس په باقاعده توګه معلومه شوې ده چې په يمن کې د سعودي عرب ځمکنی پوځ هم موجود دی .
سعودي عرب د خپلو خليجي او عرب اتحاديانو سره په ګډه د روان کال د مارچ د مياشتې په اخره کې يمن کې د حوثي ياغيانو په ضد فضايي عمليات پېل کړي وو .
او د ايران ملاتړ لرونکو حوثي ياغيانو تېر کال د ستمبر په مياشت کې په صنعا د قبضې وروستو د ملک په نورو برخو کې عمليات پېل کړي وو .
په دغه عربي پاتې ملک کې چې د خانه جنګۍ حالات جوړ دي او دغلته د جوړې جګړې نه ملګري ملتونه وايي انساني الميه راپېدا کيږي .
د ملګرو ملتونو د شمېرې ترمخه په مارچ کې پېل شوې فضايي بمبارۍ کې تراوسه پورې څلورنيم زره کسان وژل شوي دي ، چې پکې نزدې نيمه شمېره د عامو خلکو ده .