لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان حکومت نه په سېنټ کې د طالبانو مشرملاعمرد مړينې وضاحت غوښتل شوی


د پيپلزپارټۍ سېنېټر فرحت الله بابر غوښتنه کړې چې د طالبانو د مشر د مړينې په اړه دې حکومت خپل واضح دريز وړاندې کړي .
د پيپلزپارټۍ سېنېټر فرحت الله بابر غوښتنه کړې چې د طالبانو د مشر د مړينې په اړه دې حکومت خپل واضح دريز وړاندې کړي .

د پاکستان برني اېوان سېنټ چيئرمېن رضاباني د وزيراعظم نوازشريف د خارجه امورو صلاح کار سرتاج نه غوښتي ، چې حکومت دې د طالبانو د مشر ملاعمر د مړينې په حواله راپورته شوؤ سوالونو او د افغانستان د سولې د کېدونکو خبرو په اړه اېوان په اعتماد کې واخلي .

رضارباني د سېنټ په غونډه کې سرتاج عزيز ته هدايات ورکړي چې د ملاعمر د مړينې او افغان حکومت او طالبانو ترمينځ د سولې د کېدونکو خبرو په اړه دې په څو ورځو کې برني اېوان ته تفصيلي احوال تېر کړي .

او د پيپلزپارټۍ سېنېټر فرحت الله بابر غوښتنه کړې چې د طالبانو د مشر د مړينې په اړه دې حکومت خپل واضح دريز وړاندې کړي .

د پاکستان په برني اېوان کې د طالبانو د مشر ملاعمر د مړينې په اړه سوالونه په داسې حال کې راپورته شوي ، چې تېره اوونۍ د طالبانو د مشر د مړينې پخلی شوی دی .

د افغانستان حکومت د ملاعمر دمړينې په سرکاري توګه د پخلي کولو په جاري کړي بيان کې وئيلي ؤ چې ملاعمر د کال ۲۰۱۳م د اپرېل په مياشت کې په پاکستان کې مړ شوی دی .

او د افغان حکومت د بيان نه وړاندې د افغانستان استخباراتي ادارې نېشنل ډايرېکټرېټ اف سيکيورټي (اېن ډي اېس) د ملاعمر د مړينې د پخلي په اړه جاري کړي بيان کې وئيلي ؤ ، ملاعمر د ناروغۍ له امله دوه کاله وړاندې د پاکستان د کراچۍ ښار په يو روغتون کې مړ شوی دی .

او خپله د طالبانو لخوا د هغوي د مشر ملاعمر د مړينې په اړه جاري شوي بيان کې وئيل شوي ؤ ، چې مشر يې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی ، په دغه بيان کې دا نه وو وئيل شوي چې هغه کله او کوم ځايې ساه ورکړې ده . خو دومره پکې وئيل شوي ؤ چې د کال ۲۰۰۱ نه پس ملاعمر د افغانستان نه بهر پاکستان يا د بل کوم هېواد سفر نه دی کړی .

د ملاعمر د مړينې خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی ؤ چې يوه ورځ وروستو په پاکستان کې د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ په دويم ځل خبرې ټاکل شوې وې .

د ملاعمر د مړينې د خبر مخې ته راتلو نه پس د پاکستان د دفتر خارجه لخوا په جاري شوي يو بيان کې ووئيل شو ، چې د افغان طالب مشرانو په خواست پاکستان کې د افغان حکومت سره کېدونکې خبرې وځنډول شوې .

له دې وړاندې د پاکستان د دفتر خارجه وياند قاضي خليل الله د ملاعمر د مړينې په اړه وئيلي ؤ ، پاکستان د دغې خبر پخلی کوي او په دغې اړه د افغانستان دريز معلوموي .

د افغان حکومت او طالب استازو ترمينځ په پاکستان کې په دويم ځل د کېدونکو ټاکل شوؤ خبرو په اړه نوموړي ووئيلي ؤ ، پاکستان په افغانستان کې امن غواړي ، او د سولې په خبرو کې د اسانتياؤ برابرولو کردار ادا کوي .

له دې څو اوونۍ وړاندې د پاکستان پلازمينې اسلام اباد سره نزدې د سېلګرۍ په سيمه مري کې د افغان حکومت او طالب استازو ترمينځ په لمړي ځل خبرې شوې وې او په دغه مهال دواړو فريقو وئيلي ؤ چې د خبرو عمل ته به دوام ورکولی شي .

په پاکستان په برني اېوان کې د ملاعمر د مړينې په اړه سوالونه په داسې مهال راپورته شوي ، چې له دې وړاندې د القاعده مشر اسامه بن لادن هم د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د امريکايي ځواکونو په عملياتو کې وژل شوی ؤ .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG