لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ: د باران له امله کور غورځېدلی، شپږ کسان مړه


باجوړ کې د تېرو ۱۵ ورځو راهسې په دمې دمې سره د بارانونو لړۍ روانه ده .
باجوړ کې د تېرو ۱۵ ورځو راهسې په دمې دمې سره د بارانونو لړۍ روانه ده .

د پاکستان قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې د تېزو بارانونو له امله يو کور پرېوتی ، چې په نيتجه کې يې د زنانوؤ او ماشومانو په ګډون شپږ کسان مړه او پينځه نور ژوبل شوي دي .

د باجوړ ايجنسۍ د پوليټيکل انتظاميې ترمخه دغه پېښه نن د ګل په سحر د واړه ماموند تحصيل په بره موخه سيمه کې رامنځته شوې ده او يو کور غورځېدلی دی .

چارواکي وايي پېښه کې درې ماشومان، دوه ښځې او يو سړی مړه شوي دي ، او په پينځه ژوبلو کې دوه ښځې، دوه سړي او يو ماشوم شامل دي .

د ځايي خلکو په وينا په خپله يې امدادي کارونه ترسره کړي مړي او ژوبل يې د کور د ملبې نه راويستي او ژوبل يې روغتون ته رسولي دي .

راپورونه وايي باجوړ کې د تېرو ۱۵ ورځو راهسې په دمې دمې سره د بارانونو لړۍ روانه ده .

بل لور ته د قدرتي افتونو په وخت د انتظام د صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) ترمخه د جولائي دمياشتې د لمړۍ نېټې نه تر د اګست د دوېمې نېټې پورې په ټوله خېبرپښتونخوا صوبه کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۷۳ کسان مړه شوي او ۳۱ ژوبل شوي دي .

تر ټولو زيات انساني زيان په چترال کې رامنځته شوی او هلته ۳۴ کسان وژل شوي دي .

او د قدرتي افتونو په مهال د قامي ادارې (اېن ډي اېم اې) د شمېرې ترمخه په ټول ملک کې د بارانونو او سېلابونو په نتيجه کې تر اوسه پورې ۱۱۶ کسان وژل شوي او ۶۱ ژوبل شوي دي .

د اېن ډي اېم اې ترمخه تېزو بارانونو او سېلابونو د اووه نيم لاکو نه زيات کسان اغېزمند کړي په زرګونو کورونه او په لکونو اېکړه ځمکو ولاړ فصلونه يې تباه کړي دي .

د موسمياتو د محکمې ترمخه پېښور، کوهاټ، نوښار، مردان، صوابۍ، ملاکنډ، کوز دير، باجوړ، مومند او خېبرايجنسۍ کې په دمې دمې سره د بارانونو سلسله روانه ده .

او د راتلونکو دوه نه درې ورځو پورې به د پشکالي بارانونو سلسله په اسلام اباد، کشمير، برني پنجاب، قبائيلي سيمواو د خېبرپښتونخوا برنو علاقو کې روانه وي .

پي ډي اېم اې تېره ورځ په خېبرپښتونخوا کې د تېزو بارانونو سره په دريايي کابل کې د سېلاب راتلو خبرداری جاري کړی ؤ .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG