لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکى وائي دډرون بريدونو دداعش ٢٠ جنگيالي وژلي


 دخبري ادارى ايسوسي ايټډ پريس ترمخه دننگرهارولايت دوالي وياند احمد ضياء عبدالزئ وينا ده چې دغه بريدونه دشورو په شپه ترسره شوي اؤ دواړه بريدونه دپولې سره نزدې په هسکه مينه اولسوالۍ کې شوي دي.
دخبري ادارى ايسوسي ايټډ پريس ترمخه دننگرهارولايت دوالي وياند احمد ضياء عبدالزئ وينا ده چې دغه بريدونه دشورو په شپه ترسره شوي اؤ دواړه بريدونه دپولې سره نزدې په هسکه مينه اولسوالۍ کې شوي دي.

يو افغان چارواکى وائي چې دپاکستان پولې ته نزدې دافغانستان په په ننگرهارولايت کې دوؤ بيلا بيلو ډرون بريدونو کې تندروه ډلې داعش سره تړلي ٢٠ شکمن جنگيالي وژل شوي دي.

دخبري ادارى ايسوسي ايټډ پريس ترمخه دننگرهارولايت دوالي وياند احمد ضياء عبدالزئ وينا ده چې دغه بريدونه دشورو په شپه ترسره شوي اؤ دواړه بريدونه دپولې سره نزدې په هسکه مينه اولسوالۍ کې شوي دي.

دوالي وياند عبدالزئ وائي چې هسکه مينه دپچيراوگام اولسوالۍ سره پيوست ده چرته چې جنگيالي فعاله دي.

افغانستان کې دامريکائي پوځ له لوري جاري شوي بيان کې ننگرهار کې دهغوي لپاره دگواښ گڼل کيدونکو کسانو په ضد دترسره شوي دغه بريد پخلى شوى دى.

دوالي وياند عبدالزئ ترمخه دډرون بريدونو کې کوم اولسي وگړي ته مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې.

په اوسنو مياشتو کې ننگرهار ولايت کې دطالبانو اؤ تندروه ډلې داعش دوفادارو جنگيالو ترمينځ دنښتو راپورونه ترلاسه شوي دي، دواړه ډلې په مهمو تجارتي لارو دقبضې کولو لپاره يو بل سره جگړه بوختې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG