لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : ځانمرگي بريد کې ١٧ کسان وژل شوي،٣٠ ژوبل


 دغه ځانمرگى بريد دفارياب ولايت په المر اولسوالۍ کې يو بازار کې ترسره شوى اؤ چارواکي دمړو شمير کې دزياتوالي انديښنه لري.
دغه ځانمرگى بريد دفارياب ولايت په المر اولسوالۍ کې يو بازار کې ترسره شوى اؤ چارواکي دمړو شمير کې دزياتوالي انديښنه لري.

پوليس وائي چې دشورو په ورځ افغانستان کې ترسره شوي يو ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه ١٧ کسان وژل شوي اؤ ٣٠ نور ژوبل شوي دي.

دغه ځانمرگى بريد دفارياب ولايت په المار اولسوالۍ کې يو بازار کې ترسره شوى اؤ چارواکي دمړو شمير کې دزياتوالي انديښنه لري.

دپوليسو مرستيال ولايتي مشر بريالي بشريار وئيلي دي چې ددغه بريد هدف سيمه کې موجود امنيتي ځواکونه خو وژل شوؤ کې زياتره بې گناه اولسي وگړي شامل دي.

تر دې دمه ددغه بريد پړه چا په غاړه نۀ ده اخستې خو په تيرو وختونو کې طالب جنگيالو دافغانستان په بيلا بيلو برخو کې دغه رقم ځانمرگي بريدونه ترسره کړي دي.

افغانستان کې دغه ځانمرگى بريد په داسې حال کې رامينځته شوى چې سږکال دطالبانو له لوري دسپرلي دروايتي جگړې داعلان څخه وروستو ټول افغانستان کې دتشدد پيښو کې اضافه راغلې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG