لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:ټولټاکنو کې ددرغلۍ پلټونکي کميشن کارروائي مکمل کړې


 دکميشن په ترسره شوؤ ٣٩ؤ غونډو کې بيلا بيل انتظامي افسران اؤ دټولټاکنو په اړه داړونده ادارو چارواکي هم غوښتل شوي وؤ.
دکميشن په ترسره شوؤ ٣٩ؤ غونډو کې بيلا بيل انتظامي افسران اؤ دټولټاکنو په اړه داړونده ادارو چارواکي هم غوښتل شوي وؤ.

پاکستان کې دمئ ٢٠١٣م دعامو انتخاباتو په مهال دشوې شکمنې درغلۍ دتورونو پلټنې کوونکي عدالتي کميشن دجمعې په ورځ خپله کارروائي مکمل کړې ده.

دعمران خان په مشرۍ حکومت مخالفه گوند پاکستان تحريک انصاف د٢٠١٣م دمئ مياشت کې پاکستان کې شوؤ عامو انتخاباتو کې دهاغه وخت چيف جسټس افتخار چوهدري، اليکشن کميشن اؤ نگران حکومت په منظمه درغلۍ تورن کړي وؤ خو اليکشن کميشن اؤ پخواني چيف جسټس دعمران خان دغه تورونه بې اساسه گرځولي وؤ.

عمران خان تيرکال داگست په مياشت کې دخپلو سلگونو پلويانو سره دلانگ مارچ په شکل کې داسلام اباد پارليمنټ هاؤس مخې ته دنوازشريف دموجوده حکومت لرې کولو لپاره تر څلورو مياشتو پورې احتجاج کړى اؤ دهرنا يې ورکړې وه.

په عمران خان دمخالفينو له لوري تور لگول کيدو چې هغه ته دخپل دغه اوږد احتجاج په مهال دپردې تر شا دپوځ ملاتړ ترلاسه دى خو هغه په مختلفو موقعو دغه تورونه رد کړي وؤ.

عمران خان اسلام اباد کې د خپل اوږد احتجاج دختمولو اعلان تيرکال وروستو له هغې وکړو چې دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي يو سکول په ١٦م دسمبر دطالبانو حمله کې د١٣٠ؤ څخه دزياتو ماشومانو په گډون ١٥٠ کسان ووژل شول.

دسږکال په پيل کې دواکمن گوند پاکستان مسلم ليگ(ن) اؤ مخالفه گوند پاکستان تحريک انصاف د٢٠١٣م عامو انتخاباتو کې دشوې شکمنې ټگۍ ټورۍ دتورونو په پلټنو متفق شوي وؤ چې له دې وروستو داپريل مياشت کې دسترې محکمې دمشر قاضي ناصرالملک په مشرۍ يو عدالتي کميشن جوړ شوى ؤ.

دغه کميشن ته دتحريک انصاف په گډون لږ ترلږه ٢١ؤ سياسي گوندونو خپل شکايتونه اؤ ددرغلۍ په اړه مواد وړاندې کړي اؤ وکيلانو يې خپل دليلونه هم پيش کړي دي، دپلټونکي عدالتي کميشن ترمخه دټولو گوندنو ٦٩ؤ گواهانو بيانونه ريکارډ کړي دي

دکميشن په ترسره شوؤ ٣٩ؤ غونډو کې بيلا بيل انتظامي افسران اؤ دټولټاکنو په اړه داړونده ادارو چارواکي هم غوښتل شوي وؤ.

دانتخابي درغلۍ په اړه کيس کې ددواړو خواؤ ددليلونو دمکمليدو څخه وروستو عدالتي کميشن خپله فيصله محفوظ کړې ده.

دمشر قاضي ناصرالملک په مشرۍ درې کسيز پلټونکي عدالتي کميشن د٢٠١٣م عامو انتخاباتو کې دترسره شوې شکمنې درغلۍ دپلټنو لپاره دکيس اوريدنه کړې ده.

دواکمن گوند مسلم ليگ(ن) له لوري وړاندې شوي وکيل سلمان اکرم راجا ددليلونو ورکولو په مهال وئيلي دي ټوله نړۍ کې ټولټاکنو کې تکنيکي تيروتنې کيږي اؤ ټولټاکنې کله هم دتيروتنو څخه پاکې نۀ وي.

هغه وويل اليکشن کميشن ته داسې کوم ثبوت نۀ دى ورکړل شوى چې ترې دټولټاکنو په مهال منظمه درغلي ثابته شوي وي نو ځکه دا وئيل به غلط وي چې دټولټاکنو په ورځ دچا مينډيټ پټ کړل شوى.

بايد وويل شي څو ورځې دمخه ميډيا سره خبرو کې دحکومت مخالفه گوند مشر عمران خان دعوه کړې وه چې د٢٠١٣م دعامو انتخاباتو په مهال دشوې شکمنې درغلۍ پلټونکي کميشن کې يې منظمه درغلي ثابت کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG