لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دايران جوهري پروگرام په سر دروانو خبرو دټاکلي وخت غځېدو امکان


د ايران د لانجمن ايټمي پروگرام په سر د نړۍ د پينځه طاقتونو او ايران چارواکي په ويانا کې خبرې کوي
د ايران د لانجمن ايټمي پروگرام په سر د نړۍ د پينځه طاقتونو او ايران چارواکي په ويانا کې خبرې کوي

د امريکې د حکومت يو لوړ پوړې چارواکي وئيلي ، که چرته د ايران د جوهري پروگرام په سر د تړون دپاره ټاکل شوې نېټې ۳۰م جون پورې نتيجې ته رسايي نه کيږي ، نو ټول فريقېن په خبرو جاري ساتلو متفق دي .

د اسټريا په پلازمينه ويانا کې په روانو خبرو کې د امريکې د خارجه محکمې اعلی صلاح کارې مېرهارف وايس اف امريکا ته وئيلي ، که د ۳۰م جون پورې په تړون ونه شو نو د خبرو اترو لړۍ د نورو څو ورځو دپاره جاري ساتل کېدل شي .

د امريکې خارجه وزيرجان کېري او ايران سره مذاکرات کوؤنکي پينځه نړيوال طاقتونه برطانيه، روس، چين، فرانس او جرمني د ايران د لوړپوړو چارواکو سره په ويانا کې موجود دي ، او د ايران د لانجمن ايټمي پروگرام په سر خبرې کوي .

د اتوار په ورځ وايس اف امريکا سره خبرو کې ميري هارف وئيلي ، چې امريکا او اتحاديان يې د ټاکلې مودې پورې د تړون نه کېدو په صورت کې بيا د اوږدو خبرو خواهش نه لري . خو زياته کړې يې ده که چرته په ښه تړون د اتفاق دپاره نورې ورځې لگي نو خبري بيا جاري ساتل پکار دي .

د هغې په وينا د ټاکلې وخت نه دوه ورځې وړاندې د ايراني خارجه وزير جوادظريف د خپل حکومت سره صلاح دپاره د ويانا نه تهران ته په تگ باندې امريکې ته هيڅ خفگان نشته .

هغي وئيلي دغه مذاکرات چې په اخرني پړاؤ کې دي په داسې کې به د فريقېنو استازي خپلو ملکونو ته ځي راځي .

په خبرو اترو کې شريک مذاکرات کار چې د روانو خبرو په اړه خبريالانو ته څه نه وايي خو راپورونه وايي د فريقېنو ترمينځ اوس هم په ځينو خبرو اختلاف موجود دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG