لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکو دبرما په هکله دطالبانو گواښونه پاکستان دپاره خطرناک بللي


 پاکستاني طالبانو پخپل بيان کې دا هم وئيلي وؤ هغوي توان لري چې دروهنجيا دمسلمانانو دملاتړ دپاره دپاکستان څخه لښکرې دتربيه کيدو څخه وروستو وليږي.
پاکستاني طالبانو پخپل بيان کې دا هم وئيلي وؤ هغوي توان لري چې دروهنجيا دمسلمانانو دملاتړ دپاره دپاکستان څخه لښکرې دتربيه کيدو څخه وروستو وليږي.

پاکستاني څيړونکارو دپاکستاني طالبانو لخوا دبرما دروهنجيا دمسلمانانو دملاتړ دپاره پاکستان کې وسله والو ته دتربيې ورکولو اؤ هلته دليږلو بيان په نړيوال کچ دپاکستان دپاره دبدنامۍ جوړيدو باعث بللى اؤ وائي که چرې دغسې وشي نو په دنيا کې به پاکستان ډير زيات پريوځي.

تيره ورځ دپاکستاني طالبانو دجماعت الاحرار ډلې وياند احسان الله احسان سوشل ميډيا باندې خپور پخپل يو اډيو بيان کې وئيلي وؤ هغوي تيار دي چې دروهنجيا دمسلمانانو دمرستې دپاره دلته خلکو ته دجگړې تربيه ورکړي اؤ هغوي برما ته وليږي، ترڅو دروهنجيا دمسلمانانو په ملاتړ وجنگيږي.

پاکستاني طالبانو پخپل بيان کې دا هم وئيلي وؤ هغوي توان لري چې دروهنجيا دمسلمانانو دملاتړ دپاره دپاکستان څخه لښکرې دتربيه کيدو څخه وروستو وليږي.

دطالبانو ددغو څرگندونو په غبرگون کې دنهې په ورځ دپاکستان يو دفاعي څيړنکار ښاغلي طلعت مسعود وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره پخپلو خبرو کې وئيلي دي کوم اعلان چې پاکستاني طالبانو کړى دا کومه ساده خبره نۀ ده بلکې دپاکستان دپاره ډيرې خطرناکې نتيجې لرلى شي.

ښاغلي مسعود وويل په پاکستان کې له وړاندې ځوانان غيرمحفوظ دي اؤ که اوس ورته داسلام پسر دجنگيدو نور تبليغات وکړى شي نو ارو مرو ددوي په ذهنونو اثر کوي.

هغه وويل که چرې دپاکستاني طالبانو ددغه اعلان په نتيجه کې دپاکستان دننه ځوانان متاثره کيږي اؤ دتندروه لښکرو دشکل اختيارولو څخه وروستو برما ته دجگړې دپاره ځي نو دا به په ټوله نړۍ کې دپاکستان په حيثيت پوښتنې راولاړوي اؤ دا هيواد به ورسره زيات بدناميږي.

خو ښاغلي طلعت مسعود وويل زياته دپريشانۍ خبره دا ده چې دطالبانو ددغه پروپيگنډې په نتيجه کې دبې لارې کيدونکو خلکو دکړنو په نتيجه کې کۀ چرته پاکستان په نړيوال کچ دخطرناکو نتيجو سره مخ کيدى شي هلته دا ويره هم شته چې دغه ځوانان سبا په پاکستان کې دحکومتي کړنو په ضد اؤ داسلام په نوم فعاليتونه پيل کړي.

هغه وويل که چرې داسې وشي نو دا به وړاندې څخه دتندلاريتوب دگواښ سره مخ پاکستان دپاره نوره زياته دخطرې خبره وي.

دغه دفاعي څيړنکار وويل حکومت ته پکار ده چې په داسې حالاتو ځان بې خبره ونۀ ساتي اؤ دطالبانو ددغسې پروپيگنډو مخه ونيسي.

دهغه په وينا دځوانانو په ذهنونو ددغسې منفي تبليغاتو داغيزو دمخنيوي دپاره دپاکستان حکومت ته پکار ده چې که چرته هم په نړيوال کچ په انسانانو ظلم زياتى کيږي دهغې دې لمړى دانساني خواخوږۍ په بنيادونو پلټنې کوي اؤ بيا دې دملگرو ملتونو يا هر متعلقه فورم له لارې خپل دريځ په يو کوټلي انداز پيش کوي.

همدغه راز دپاکستان دپوځ يو بل لوړپوړي چارواکي بريگيډئير سعد محمد وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره په خبرو کې وئيلي مونږ ته دنړۍ په معاملو دشور اؤ غوغا جوړولو څخه وړاندې دخپل کور دفکر کولو ضرورت دى.

هغه وويل نۀ دى پوهه چې دا مهال په سوشل ميډيا دروهنيجا دمسلمانانو په نوم کوم عکسونه خوريږي ايا په رشتيا هم دهغوي دي که نه؟

خو دبريگيډئير سعد محمد ددغه څرگندونو څخه دوه ورځې وړاندې برطانوي نشرياتي ادارې بي بي سي پخپل يو راپور کې په حوالو ورکولو سره ثابته کړې وه چې دا مهال دروهنجيا دمسلمانانو سره منسوب کوم عکسونه په سوشل ميډيا خوريږي دا په حقيقت کې دبيلا بيلو هيوادونو دننه درامينځته شوؤ واقعاتو دتيرو وختونو عکسونه دي.

هغه وويل دا مهال په پاکستان کې دننه داسې حالات روان دي چې مونږ ترې ځان لا تعلقه نۀ شو پاتې کولى.

دبريگيډئير سعد محمد په وينا مونږ اؤ تاسو وليدل دلته هزاره گان وژل کيږي، په کراچۍ کې اسماعيليان په گڼ شمير ووژل شول اؤ يا هم دا نن په بلوچستان کې شپږ کسان وژل شوي دي، دغه ټول واقعات زمونږ څخه تقاضا کوي چې بايد ددې دمخنيوي په لارو چارو غور وکړو

دغه لوړپوړي پاکستاني پوځي افسر وويل مونږ بايد دنورې نړۍ دننه دروانو حالاتو پځايې دخپل هيواد دننه حالاتو ته پام راوگرځوؤ اؤ ځانونه په دې پوهه کړو چې که طالبان دپاکستان په موجوده حالاتو کې دغه رقم گواښونه يا پروپيگنډې کوي نو يواځينى مقصد يې دا دى ترڅو نړۍ ته وښائي هغوي دپاکستان دننه ترټولو زيات مضبوط دي.

خو بريگيډئير سعد محمد وويل مونږ ته به ديو قام په توگه دطالبانو ددغه منفي پيغام مخه نيول وي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG