لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرپښتونخوا : دووټ دحق څخه په محروم ساتلو دښځو مظاهرې


 دخالي په ورځ دپيښور پريس کلب مخې ته مظاهره کړې اؤ له دې وړاندې په سوات اؤ دير سيمه کې هم دښځو له لوري دغه شان احتجاج شوى ؤ.
دخالي په ورځ دپيښور پريس کلب مخې ته مظاهره کړې اؤ له دې وړاندې په سوات اؤ دير سيمه کې هم دښځو له لوري دغه شان احتجاج شوى ؤ.

دپاکستان خيبرپښتونخوا صوبه کې دترسره شوؤ اوسنو انتخاباتو په مهال په ځينو حلقو کې د ښځو دووټ اچولو دحق څخه دمحرومو ساتلو په معامله دمظاهرو لړۍ روانه ده.

په ٣٠مه مئ خيبرپښتونخوا کې دترسره شوؤ بلدياتي انتخاباتو په مهال دسوات اؤ دير په ګډون په ځينو سيمو کې دسيمه ييزو مشرانو اؤ انتخاباتي کانديدانو ترمينځ داتفاق څخه وروستو ښځې ووټونو اچولو ته نۀ وې پريښودل شوې.

دخالي په ورځ دپيښور پريس کلب مخې ته مظاهره کړې اؤ له دې وړاندې په سوات اؤ دير سيمه کې هم دښځو له لوري دغه شان احتجاج شوى ؤ.

په سوات کې دښځو دجرګې دمشرې تبسم عدنان له لوري سترې محکمې ته هم يو خط ليکل شوى چې پکې عدالت ته ددغه معامله دپخپله دنوټس اخستو وينا شوې ده.

دمظاهرو په مهال ښځو غوښتنې کړي دي چې چونکې هغوي دووټ اچولو دحق څخه محرومې ساتل شوي نو ځکه دې دهغوي په حلقو کې بيا دسره بلدياتي انتخابات وکړى شي.

خيبرپښتونخوا کې دبلدياتي انتخاباتو په مهال دښځو دووټونو اچولو دحق څخه په محروم ساتلو دبشري حقونو دتنظيمونو له لوري هم دتحفظاتو څرګندونه کولى شي.

پاکستان کې دبشري حقونو کميشن( ايچ ار سي پي) يو بيان کې انديښنه څرګنده کړې اؤ وئيلي يې دي چې دنور کله پشان دا ځل هم ښځې دخپل رايې دحق داستعمالولو څخه منعې کړل شوي دي.

بيان کې وئيل شوي دي چې دکميشن ډلې دخيبرپښتونخوا دلسو ضلعو دوره کړې اؤ ددوؤ کليوالو کونسلونو اؤ دښار سره دنزدې يو يونين کونسل دپولنګ سټيشنو ددورې په مهال دا حقيقت مخې ته راغلى دى چې دسړو ووټرانو په پرتله پولنګ سټيشنو ته زنانه ووټرانې په کم شمير کې رسيدلي،په حقيقت کې سياسي اؤ مذهبي ګوندونو اؤ ازادو کانديدانو ديو روايتي تړون لاندې ښځې دووټ اچولو دحق څخه محرومې ساتلي دکوم په نتيجه کې چې په کم شمير کې زنانه ؤ ووټرانو ووټونه اچولي دکوم څخه چې واضحه کيږي چې ښځې دخپلې رايې په حق استعمالولو کې ازادې نۀ وې.

اوس اوس دپاکستان اليکشن کميشن دخيبرپښتونخوا صوبې دکوز دير په حلقه پي کى-٩٥ کې دصوبائي اسمبلۍ په يوه چوکۍ له دې امله دانتخاباتو نتيجې کالعدم ګرځولې وې چې دغلته ښځو ته دووټونو اچولو حق نۀ ؤ ورکړل شوى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG