لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبربښتونخوا: د تشدد د پېښو ډکو بلدياتي انتخاباتو غېرسرکاري نتيجې


صوبه کې ۱۰ کاله پس ترسره شوؤبلدياتي انتخاباتو کې د تشدد ډکې پېښې رامنځته شوي ، او په غټه کچه بدانتظامي ليدل شوې ده .
صوبه کې ۱۰ کاله پس ترسره شوؤبلدياتي انتخاباتو کې د تشدد ډکې پېښې رامنځته شوي ، او په غټه کچه بدانتظامي ليدل شوې ده .

د پاکستان په خېبرپښتونخوا صوبه کې د خالي په ورځ ترسره شوؤ د تشدد د پېښو څخه ډکو بلدياتي انتخاباتو کې د غېرسرکاري او غېرختمي نتيجو ترمخه د صوبې واکمنه گوند پاکستان تحريک انصاف(پي ټي ائي) زياتې چوکۍ گټلي دي .

د خېبرپښتونخوا د ۲۴ ضلعو په ۹۷۸ ضلعې کونسلو( وارډونو) کې تراوسه پورې د غېرسرکاري او غېرختمي نتيجې مخې ته راغلي ، چې پکې پي ټي ائي په لمړي نمبر ده ، او ۱۷۳او عوامي نيشنل پارټۍ ۸۹ چوکۍ يې گټلي دي .

د غېرسرکاري نتيجو ترمخه په نورو سياسي پارټو کې تراوسه پورې جی يو ائي (ف) ۷۷، مسلم ليگ (ن) ۴۳، او ازادو کانديدانو پکې ۷۲ چوکۍ گټلي دي .

تراوسه پورې مخې ته راتلو راغلو غېرسرکاري نتيجو کې پېښور، نوښاراو بټگرام کې پي ټي ائي، مردان، صوابۍ اوچارسده کې ای اېن پي، شانگله پار او سوات کې مسلم ليگ (ن)، ډي ائي خان، لکي مروت، بنو او هنگو کې جی يو ائي (ف)، ډي ائي خان کې پي ټي ائي، سوات کې مسلم ليگ (ن) او دير اپر او لوئير کې جماعت اسلامي زياتې چوکۍ گټلي دي .

خو د ټولو ضلعو نه د نتيجو مخې ته راتلو نه وړاندې دا نه شي وئيل کېدی ، چې په کومه ضلع کې زياتې چوکۍ کوې پارټۍ گټلي دي .

خېبرپښتونخوا کې ۱۰ کاله پس ترسره شوؤ انتخاباتو کې د تشدد ډکې پېښې رامنځته شوي ، او په غټه کچه بدانتظامي ليدل شوې ده .

په نوښار ضلع کې د پي ټي ائي د يو ورکر د وژنې تور د ای این پي په سترسېکتر مياافتخارحسېن لگول شوی ، او هغه پکې نيول شوی هم دی . د عوامي نيشنل پارټۍ مرکزي مشر اسفنديارولي خان د مياافتخارحسېن گرفتاري په سختو ټکو کې غندلې ، او دا يې سياسي انتقام گرځولی دی .

د خالي په ورځ د انتخاباتو په مهال د صوبې په مرکزي ښار پېښور، چارسده ، نوښار ، کوهاټ او نورو سيمو کې د ډزو پېښې رامنځته شوي چې پکې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي او د ۸۰ پورې نور ژوبل شوي دي .

د وژنو زياتې پېښې په چارسده ضلع کې رامنځته شوي او هلته اووه کسان په بېلابيلو انښتو کې د مينځه تلي دي . د پوليسو په وينا چارسده او صوابۍ په گډون يې د صوبې په بيلابيلو ضلعو کې د اړي گړي جوړولو او ډزو کولو په تور کې يو شمېر کسان نيولي دي .

د دې ترڅنگ د صوبې په بيلا بيلو سيمو کې په پولنگ سټېشنو د اړي گړي، درغلۍ او سياسي پارټو د مداخلت سره داسې راپورونه مخې ته راغلي ، چې بېلټ پېپرې کمې او يا پرې د ځينو کانديدانو نخښې موجودې نه وې . او په ټي وي چېنلو ښکاره کړی شوي چې د نارينؤ د پولنگ سټېشنو سره د زنانوؤ په پولنگ سټېشنو هم گډوډی ليدل شوی دی .

د مختلفو سياسي ډلو لخوا په حکومتې واکمنه پي ټي ائي تورونه لگول شوي چې په انتخاباتو کې يې د حکومتي سرپرستۍ لاندې مداخلت کړی او درغلي يې کړې ده .

د خېبرپښتونخوا صوبې وزيراعلی پروېزخټک وئيلي ؤ ، چې د الېکشن کمېشن سره به په انتخابي عمل کې پوره مرسته کوي ، او د شکايتونو حل کولو زمه واري د الېکشن کمېشن ده .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG