لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنوازشريف په مشرۍ غونډه کې دامنيتي صورتحال جاج اخستل شوى


سرچينې وائي دغه غونډه کې شمالي وزيرستان کې دضرب عضب عملياتو له امله دبې کوره شوؤ خلکو دبيرته ستنيدو په اړه خبرې اترې شوي
سرچينې وائي دغه غونډه کې شمالي وزيرستان کې دضرب عضب عملياتو له امله دبې کوره شوؤ خلکو دبيرته ستنيدو په اړه خبرې اترې شوي

دپاکستان دوزيراعظم نواز شريف په مشرۍ هيواد کې دامن وامان دصورتحال دجاج اخستو لپاره دلوړې کچې غونډه ترسره شوې ده.

غونډه کې دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف، دخفيه ادارې ائي ايس ائي مشر ليفټننټ جنرل رضوان اختر،ډي جي ائي ايس پي ار ميجر جنرل عاصم باجوه دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي، ددفاع وزير خواجه اصف ، دخزانې وزير اسحاق ډار اؤ نور سينئر سول اؤ عسکري چارواکو گډون کړى.

سرچينې وائي دغه غونډه کې شمالي وزيرستان کې دضرب عضب عملياتو له امله دبې کوره شوؤ خلکو دبيرته ستنيدو په اړه خبرې اترې شوي، غونډه کې هيواد کې دسلامتۍ دصورتحال دښه کولو لپاره دترهه گرۍ په قومي تگلاره دعمل درامد په اړه غور شوى دى.

پاکستان تيرکال په ١٥م جون دافغانستان پولې ته نزدې خپله قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې وروستو له هغې عمليات پيل کړي وؤ چې دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن مذاکراتو هڅې ناکامه شوې اؤ طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دحملې پړه په غاړه واخسته.

ددغو عملياتو له امله خواؤشا لسو لکو کسانو خوندي سيمو ته کډې کړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG