لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور: عيسائي کس باندې دمذهب دسپکاوي مقدمه درج کړی شوې


پوليسو وئيلي همايون فېصل باندې تور لگېدلی ، چې هغه په يوه ډبه کې د قران پاڼې سوځولې .
پوليسو وئيلي همايون فېصل باندې تور لگېدلی ، چې هغه په يوه ډبه کې د قران پاڼې سوځولې .

د پاکستان پنجاب صوبې سرښار لاهور کې په مبينه توگه د قران د پاڼو سوځولو په تور کې همايون فېصل مسيح نومې کس نيول شوی ، او د مذهب د سپکاوي مقدمه پرې درج کړی شوې ده .

د راپورونو ترمخه دغه پېښه د اتوار په ماښام د لاهور په گلشن راوي سيمه کې رامنځته شوې ، او پوليسو د قران د پاڼو سوځولو په تور کې همايون فېصل مسيح نومې کس نيولی ، او د سيدذيشان نومې کس په مدعيت کې يې پرې د تعزيرات پاکستان د مذهب د سپکاوي د دفعې (۲۹۵ـ بي) لاندې مقدمه درج کړې ده .

پوليسو وئيلي همايون فېصل باندې تور لگېدلی ، چې هغه په يوه ډبه کې د قران پاڼې سوځولې .

د پوليسو په وينا د گلشن راوي د سانده نومې علاقې په ډوپ سري روډ باندې د پېښې رامنځته کېدو وروستو يو شمېر کسان راجمع شوي ، د عيسايانو په کورونو يې حملې کړي او چرچ ته يې د اُور اچولو هڅې کړي دي .

د راپورونو ترمخه سيمه کې د اړي گړي جوړېدو نه پس په گڼ شمېر کې پوليس د قهرجنو مظاهره چيانو د مخې نيولو دپاره علاقې ته رسېدلي ، او په مظاهره چيانو يې اوښکې بيوؤنکی گېس ويشتی دی . او د امنيت په ځايې کولو دپاره رېنجر هم سيمې ته راغوښتل شوي دي .

د پوليسو په وينا قهرجنو مظاهره چيانو په پوليس هم گوزارونه کړي ، چې په نتيجه کې يو پوليس افسر ژوبل شوی دی .

د چارواکو په وينا د مقدسو پاڼو سوځولو تورن کس پوليس په خپل تحويل کې اخيستی دی . او د پوليس او رېنجرو سيمې ته د رسېدو وروستو علاقه کې حالات قابو کړی شوي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG