لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسترې محکمې لخوا دسعد رفيق حلقه کې دبيا انتخاباتو فيصله معطل


Trump Inauguration
Trump Inauguration

دپاکستان سترې محکمې دقومي اسمبلۍ د١٢٥مې حلقې په اړه داليکشن ټربيونل فيصله معطل کړې ده.

د٢٠١٣م عامو انتخاباتو کې دټگۍ ټورۍ پلټونکي اليکشن ټربيونل په ٤مه مئ دلاهور څخه دقومي اسمبلۍ د١٢٥مه حلقه کې ددهاندلۍ دتورونو په ثابتيدو دغلته ټاکنې کالعدم گرځولې وې اؤ ياده شوې حلقه کې يې ددوؤ مياشتو دننه دبيرته انتخاباتو ترسره کولو امر کړى ؤ.

حکومت مخالفه گوند تحريک انصاف د٢٠١٣م انتخاباتو کې دشکمنې دهاندلۍ په ضد تيرکال د١٤م اگست راهسې اسلام اباد کې دپارلمان مخې ته احتجاج کولو اؤ حکومت څخه يې دمستعفي کيدو اؤ هيواد کې بيا دسره دانتخاباتو غوښتنې کولې خو وروستو ددسمبر په ١٦مه نيټه پيښور کې په سکول دطالبانو حمله کې د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو عمران خان خپل احتجاج ختم کړى ؤ.

داليکشن ټربيونل لخوا دلاهور د١٢٥مې حلقې دانتخاباتو دکالعدم گرځولو اؤ دغلته بيا دسره دانتخاباتو په پريکړه تحريک انصاف دخوشحالۍ څرگندونه کړې وه خو واکمن گوند مسلم ليگ(ن) ددغه پريکړې سپريم کورټ کې دچيلنج کولو فيصله کړې وه.

دگل په ورځ دجسټس انور ظهير جمالي په مشرۍ دسترې محکمې يو درې کسيز بينچ دمسلم ليگ(ن) سره دتعلق لرونکي ريلوى دوفاقى وزير اؤ ددغه حلقې څخه دبريالي شوي کانديد خواجه سعد رفيق دخواست اوريدنه کړې ده، خواجه سعد رفيق داليکشن ټربيونل فيصله چيلنج کړې وه.

سترې محکمې داليکشن ټربيونل پريکړه معطل کړې اؤورڅخه يې ټول ريکارډ غوښتى، داليکشن کميشن سکتر اؤ ريټرننگ افسرانو ته هم نوټس جاري کړل شوى.

دتحريک انصاف مشر عمران خان اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په مهال وئيلي دي چې تيرو عامو انتخاباتو کې شوې(شکمنه) دهاندلۍ کې اليکشن کميشن هم ککړ دى اؤ زياته کړې يې ده چې داين اى ١٢٥م په اړه داليکشن ټربيونل په فيصله دې مسلم ليگ(ن) قام نۀ بې لارې کوي.

عمران خان يوځل بيا تور ولگولو چې اين اى ١٢٥ کې بې قاعدگۍ مسلم ليگ(ن) ته دگټې رسولو لپاره شوي اؤ دغه حلقه کې يو، يو تن شپږ ووټونه اچولي.

دسترې محکمې دپريکړې څخه وروستو ميډيا سره خبرو کې دريلوى وفاقى وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي چې هغه دپي ټي ائي دمشر حامد خان له لوري دلگول شوؤ ټولو تورونو څخه بري کړل شوى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG