د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې يوه بمي چاؤدنه کې د حکومت پلوه ځايي مشر په گډون شپږ کسان وژل شوي دي .
د باجوړ ايجنسۍ د پوليټيکل چارواکو په وېنا دغه پېښه نن د گل په ورځ سحر د لويي ماموندو تحصيل په بر کمر سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه ، چې حکومت پلوه مشر چې محمدجان نوميږي د خپلو ملگرو سره په گاډي کې روان ؤ ، چې د سړک غاړې اېښودی بم پرې چاؤدېدلی دی .
او د چاؤدنې په نتيجه کې قبائيلي مشر سره د خپلو ملگرو وژل شوی دی .
د باجوړ ايجنسۍ پولييټکل چارواکي واي د پېښې وروستو علاقې ته د ملېشې ځواکونو رسېدلي ، او پلټنې يې پېل کړي دي .
د دغې پېښې زمه واري تراوسه چا نه ده قبوله کړې .
راپورونه وايي تېره شپه هم د باجوړ ايجنسۍ د ناوگۍ تحصيل په چارمنگ علاقه کې يو بل قبائيلي مشر چې بهادرخان نوميږي ، هغه باندې د کور مخې ته اېښودی شوي چاؤديدونکي مواد چاؤدلي او په نتيجه کې يې هغه وژل شوی دی .
د راپورونو ترمخه شاهدالله شاهد چې ځان د داعش ډلې وياند معرفي کړی ، د چارمنگ د چاؤدنې زمه واري يې قبوله کړې ده .
باجوړ ايجنسۍ کې له دې وړاندې هم په حکومت پلوه ځايي مشرانو او امنيتي ځواکونو دغه ډول بريدونه شوي او هغويې پکې په هدف شوي دي .