لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ملالې دحملې مقدمه کې ١٠ؤ کسانو ته دعمري بند سزاگانې اورول شوي


 کومو کسانو ته چې دعمري بند سزاگانې اورول شوي په هغوي کې سليمان، عرفان، شوکت، عمر، اکرام اله،، عدنان، ظفر اقبال، اسرارالرحمان، اظهار اؤ ظفرعلي شامل دي.
کومو کسانو ته چې دعمري بند سزاگانې اورول شوي په هغوي کې سليمان، عرفان، شوکت، عمر، اکرام اله،، عدنان، ظفر اقبال، اسرارالرحمان، اظهار اؤ ظفرعلي شامل دي.

دخيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې دترهه گرۍ دمخنيوي ځانگړي عدالت دجينکو دتعليم لپاره په غږ پورته کوونکې پاکستانۍ پُښتنې طالب علمې ملالې يوسفزئ دحملې دکيس ١٠ؤ کسانو ته دعمري بند سزا اورولې ده.

دزيارت په ورځ دترهه گرۍ دمخنيوي ځانگړي عدالت کې په ملالې يوسفزئ دشوې حملې دمقدمې اوريدنه وشوه اؤ په دغه مهال عدالت ١٠ ترهه گرو ته دعمري بند(پينځه کاله بند) سزا واوروله.

کومو کسانو ته چې دعمري بند سزاگانې اورول شوي په هغوي کې سليمان، عرفان، شوکت، عمر، اکرام الله، عدنان، ظفر اقبال، اسرارالرحمان، اظهار اؤ ظفرعلي شامل دي.

له دې وړاندې دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې وياند ميجر جنرل عاصم باجوه پخلى کړى ؤ چې ١٠ؤ ترهه گرو منلې ده چې دتندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان مشر مُلا فضل الله دسکول په دريوؤ طالب علمانو ملالې يوسفزئ، شازيه رحمان اؤ کائنات رياض دشوې حملې منصوبه بندي کړې وه.

په ملالې يوسفزئ کال ٢٠١٢م کې دسوات انتظامي مرکز مينگوره ښار کې هاغه وخت طالبانو حمله کړې وه چې هغه دسکول په بس کې کور ته روانه وه، په دغه حمله کې دملالې يوسفزئ ترڅنگ دوه نورې طالب علمانې شازيه اؤ کائنات هم ژوبل شوې وې.

پاکستان کې دابتدائي علاج څخه وروستو ملاله يوسفزئ دنور علاج لپاره دبرطانيې برمنگهم ته وړل شوې وه.

دطالبانو ددغه حملې څخه دمخه ملالې يوسفزئ ته په نړيواله کچه هاغه مهال شهرت ترلاسه شوى ؤ چې هغې دطالبانو تر ولقې لاندې دخيبرپښتونخوا دسوات سيمې په حالاتو برطانوي خبري شبکې لپاره دگل مکۍ په نوم يوه ډائري ليکلې وه.

دجينکو دتعليم لپاره غږ پورته کوونکې ١٧ کلنې ملالې يوسفزئ ته تيرکال دامن نوبيل انعام هم ورکړل شوى ؤ.

ملاله يوسفزئ دوهمه پاکستانۍ ده چې نوبيل انعام يې ترلاسه کړى، له دې وړاندې ډاکټر عبدالسلام ته په کال ١٩٧٩م کې په فزکس کې دنوبيل انعام ورکړل شوى ؤ.

په ملاله حمله کونکو ته د عمر قید سزا اورولو نه پس د ډیوه ریډیو په سوات کې خبریال فیاض ظفر دا ویډیو رپورټ رالیږلی دی-

په ملاله حمله کونکو ته د عمر قید سزا
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:32 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG