لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ديمن صورتحال اوس هم بې ثباته دى،امريکا


 دسپينې ماڼۍ وياند جين ساکي دشورو په ورځ سي اين اين سره خبرو کې وويل دې خبره کې څه شک نشته چې يمن کې لا کار ختم شوى نۀ دى.
دسپينې ماڼۍ وياند جين ساکي دشورو په ورځ سي اين اين سره خبرو کې وويل دې خبره کې څه شک نشته چې يمن کې لا کار ختم شوى نۀ دى.

امريکا وئيلي دي ديمن صورتحال اوس هم بې ثباته دى اؤ دسيمې دثبات لپاره اوس هم ډير څه کول پاتې دي.

دسپينې ماڼۍ وياند جين ساکي دشورو په ورځ سي اين اين سره خبرو کې وويل دې خبره کې څه شک نشته چې يمن کې لا کار ختم شوى نۀ دى.

وياند وويل يمن کې لا اوس هم ډيرې ستونزې پاتې دي دکوم دهواري اؤ ديمن اؤ سيمې دثبات لپاره چې امريکا خپلو ائتلافيانو سره مرسته کې اضافه کوي.

جين ساکي ديمن په ټولو خواؤ زور راوړى چې دبحران دجمهوري اؤ سياسي هواري لپاره دې دتاؤتريخوالي څخه ډډه وکړي اؤ يو بل سره دې مرسته وکړي، هغه وويل ديمن دشخړې کوم بل هوارى به گټور نۀ وي.

دسعودي عرب په مشرۍ ائتلاف تيره ورځ هم ديمن په دوؤ ښارونو کې شيعه حوثي ياغيان په نخښه کړي دي.

ديمني چارواکو ترمخه دعرب ائتلاف جنگي جهازونو تعز اؤ جنوبي ساحلي ښار عدن کې دحوثي ياغيانو ځالې په نخښه کړي دي.

عرب ائتلاف دنهې په شپه يمن کې دخپلو مقصدونو دپوره کولو دعوه کړې وه اؤ دفضائي حملوداودرولو اعلان يې کړى ؤ.

خو ددغه اعلان څخه څو ساعته وروستو ايران پلوه شيعه ياغيانو دتعز دپخوانۍ هوائي اډې سره نزدې په يوه مهمه پوځي چاؤڼۍ قبضه کړې وه په کوم چې دشورو په سحر عرب الوتکو بمونه وورول.

يمني چارواکي وائي چې دتعز اؤ عدن دواړو ښارونو په کوڅو کې دحوثي ياغيانو اؤ صدر عبدربه منصور هادي پلوي قبائيلي لښکرو ترمينځ نښتې هم روانې دي چې پکې ددواړو خواؤ جنگيالي وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG